جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد پاکستان په کراچۍ کې پر رینجر ځواکونو چاودنه شوې

د پاکستان په کراچۍ کې پر رینجر ځواکونو چاودنه شوې

تاند، جمعه، د جوزا ۳۰ مه: د پاکستان کراچۍ کې د سړک غاړې د ماین یوې چاودنې درې کسان وژلي چې امنیتي سرتېري هم په کې شامل دي.

چاودنه نن جمعې په ورځ د سند ایالت د ګهوتکي په ښار کې د رینجر امنیتي ځواکونو موټر ته نژدې شوې ده.

د کراچۍ یو امنیتي چارواکي حافظ عبدالقادر د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې په چاودنه کې د دغو ځواکونو دوه غړي هم وژل شوي دي.

یو بل امنیتي سرتېري چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي پېښه او په برید کې د وژلو شویو کسانو شمېر تایید کړ.

تر دې دمه د برید مسولیت کومې ډلې نه دی منلی او نه هم پاکستاني چارواکو کومې ډلې ته د پړې ګوته نیولې ده.

په سند کې دا چاودنه داسې مهال کیږي چې پاکستان د لشکر طیبه څلور غړي د ترهګرو د مالي ملاتړو په تور محکوم کړل.

په لاهور کې یوې ځانګړې محکمې د لشکر طیبه دوه غړي په پنځو کلونو او دوه نور یې په یو کال بند محکوم کړل.

دا ډله په هند کې په یو شمېر ترهګریزو بریدونو کې په لاس لرلو تورنه ده.

که څه هم پاکستان وايي چې په خپله خاوره کې یې د اورپکو ډلو په ضد قوي عملیات کړي دي او دا ډلې یې ځپلې دي، خو راپورونه وايي چې لا هم د پاکستان په ځینو برخو کې اورپکې ډلې فعالې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب