جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهبغلان: طالبانو د پولیس د جنازې په جرم یو ملا امام په...

بغلان: طالبانو د پولیس د جنازې په جرم یو ملا امام په ډبولو مړ کړی

تاند، جمعه، د جوزا ۳۰ مه: طالبانو په بغلان کې هغه ملا امام تښتولی او په وهلو ډبولو یې مړی کړی دی چې د سیمه ییزو پولیسو د یو وژل شوي قومندان جنازه یې کړې وه.

طالبانو تېره ورځ د بغلان پلخمري سرخ کوتل کې د سیمه ییزو پولیسو قومندان جمعه خان مبارز په یو برید کې وواژه چې وروسته یې یو ملا امام جنازه کړې وه او وروسته طالبانو هغه هم تښتولی چې د وهلو ډبولو او شکنجې پر مهال یې ساه ورکړې ده .

ځایي چارواکو تاند ته ویلي، دغه ملا امام شیخ حسین امیري نومیده او تېر مازیګر د قومندان مبارز له جنازې کور ته روان و چې طالبانو د دهنه غوري ولسوالۍ اړوند سفیدخان کلي کې برمته کړی او ټوله شپه یې شکنجه ورکړې ده.

سرچینه وایي، نن سهار دغه ملا امام د ځایي سپین ږیرو په توسط له طالبانو راخلاص شوی و، خو کله یې چې کور ته انتقالاوه په لاره کې یې د شکنجې د ټپونو له لاسه ساه ورکړې ده.

بلخوا د بغلان امنیه قومندانۍ ویاند تاند ته پېښه تاییدوي خو وایي، د لا جزیاتو په اړه یې له پلټنو وړاندې څه نشي ویلای: (( دا خبر موږ ته هم رسیدلی خو موږ پلټنه کوو او وروسته به یې جزیات شریک کړو.))

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو تیره ورځ یې د بغلان سرخ کوتل کې د سیمه ییزو پولیسو پر قومندان جمعه خان مبارز برید کې د هغه په شمول ۶ پولیس وژلي او ۵ نور ژوبل کړي وو.

افغان حکومت وایي، دغې ډلې په وروستیو کې د کابل ګڼ دیني علما هم ترور کړل، خو طالبان بیا له وروستیو پیښو منکر شويدي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب