هغه مهال چې د چین د ووهان له ښار څخه د کرونا وایروس د پیدا کېدو خبر ورکړل شو، افغانانو ویل، چینایان حرام ځناور خوري، ځکه خدای پاک پدې مرض مبتلا کړل. کله چې ناروغي د چین تر نورو ښارونو ورسېده، دلته اوازه شوه چې دا یوه بیالوژیکي جګړه ده او د امرېکا لخوا اداره کېږي.
څه وخت وروسته کرونا وایروس څو نورو هیوادونو ته سرایت وکړ، زموږ بزرګانو ویل چې دا مرض د الله جله جلا له عذاب دی یواځې د کفارو لپاره دی او د الحمدالله او الله اکبر په چېغو یې زړونه یخول . کله چې کرونا ځینې اسلامي هیوادونه وځپل افغانانو ویل، چې کرونا د کفارو تر څنګ بې ایمانه مسلمانان هم وژني. کله چې یاد وایروس د اسلام مرکز سعودي عربستان او نور په عقیده کلک اسلامي هیوادونه اغېزمن کړل زموږ هیوادوالو ویل، چې زموږ دفاعي سیسټم له نورو خلکو خواکمن دی په موږ اغېز نشي کولای.
بالاخره کرونا تر افغانستان راورسېده. هره ورځ له رسنیو د ناروغانو او مړو خبرونه خپاره شول، د مرستو غوښتنه وشوه او خلکو ته اعلانونه وشول، چې کرونا جدي ونیسئ! بیا هم افغانانو شور او ځوږ پیل کړ، چې کرونا مرونا نشته دا یوه پروژه او ډرامه ده، جې پر مټ یې چارواکي خپل جیبونه ډکول غواړي. اوس چې په ټول هیواد کې پدې وایروس ککړ لسګونه زره ناروغان لرو، په سلګونو هیواد وال یې ووژل او لا هم هره ورځ د مرګ لسګونه اعلانونه اورو خو بیا هم موږ پړه نه منو او ځانونه ملامت نه بولو.
حقیقت تریخ دی. اوس چې بلا زموږ په سر ولاړه ده. نه کافر د خدای د قهر وړ بولو، نه ځانونه له نورو کلک او غوره راته ښکاري او نه هم د چا په مرګ د الحمدالله او الله اکبر چیغې وهو. اوس لکه د کفارو، بې ایمانو او حرامو غوښو خوړونکو موږ هم د واکسینو جوړولو ته انتظار یو.
اوس که څوک ځانونه ملامت بولي او که نه؛ خو دا خبره په اثبات ورسېده چې له کرونا وایروس څخه بد تر وایروس زموږ په ذهنونو کې شتون لري یانې زموږ منفي عامه ذهنیت!
هو؛کلونه پخوا د همدې منفي او تخریب کاره عامه ذهنیت له امله موږ ښوونځيو ته اولادونه نه لېږل او ویل مو چې دا د کفارو دسیسه ده موږ له دین اړوي.کلونه مخکې موږ سړکونه، شفاخانې او برقونه ته جوړېدو اجازه نه ورکوله چې دا د کفارو پروژې دي.
کلونه مخکې موږ د انکرېز ملا بغدادي پیر په خوله غازي امان الله خان په خلاف پورته شوو او له هیواد څخه وتلو ته مو اړ کړ.
د همدې مخرب او پردیپاله عامه ذهنیت له امله موږ د شوریانو لپاره د انګریزانو سره وجنګېدو، د امریکایانو لپاره د شوریانو سره وجنګېدو او اوس بیا له امرېکا څخه د شورویانو د ماتېدو غچ اخلو.
د همدې جاهل او ناسم عامه ذهنیت له امله موږ د ګوزڼ واکسین د کفارو پروژه ګڼو.
د همدې بد ګمانه عامه ذهنیت له امله دلته هر فرد د بل فرد په نیت شکمن دی او هر شخص بل شخص د ځان دښمن ګڼي.
اوس چې د کرونا پیدا کېدل، شتون او پرمختګ زموږ فکرونه ناسم ثابت کړل.
په کلیو او ولسوالیو کې د ښوونځيو جوړول په سوالونو او مظاهرو غواړو.
خپل اولادونه د تعلیم لپاره خارجي هیوادونو ته لېږو.
سړکونه، شفاخانې او برقونه د ژوند لومړیتوب ګڼو.
نو؛ پدې باید پوه شو چې ګناه او خطا زموږ په فکرونو او ذهنونو کې ده نه په نوره نړۍ کې!
چې دا خبره مو ومنله نو د خدای لپاره تغیر او بدلون ته ځانونه چمتو کړئ. هغه څه چې له نړۍ سره مو سیالان کوي او سبا یې منئ ولې یې نن نه منئ؟
بناء، ماته اوس د کرونا د مخنیوي واکسین جوړول اړتیا او لومړیتوب نه ښکاري ځکه چې ټول افغانان نه وژني یواځې سل، زر او لس زره کسان به رانه وژني خو دا وایروس چې زموږ عامه ذهنیت یې له څو لسیزوکورن تر ولکې لاندی راوستی دی، هر څه رانه اخلي او په توله مانا مو نېست او نابود کوي.
نو؛ راځئ چې ټول په ګډه د عامه ذهنیت په جوړولو کې ونډه واخلو!
عامه ذهنیت جوړول په کورونو، ښوونځيو، پوهنتونونو، حجرو، پیتاويو او ښارونو کې د تمرکز نکته وګرځوئ!
لیکنه زما د یوه پخواني غزل پدې بیت پای ته رسوم:که باران نه کېږي د اوښکو پرې ورښت په کار دی
ذهنونه وچ دي پدې ځمکه باندې کښت په کار دی
د نېکمرغه افغانستان په هیله.