یکشنبه, مې 19, 2024
Homeټولنیزله تخریب شویو کانکریټو د جغل او شګې لاسته راوړل

له تخریب شویو کانکریټو د جغل او شګې لاسته راوړل

رحیم الله حبیب زی 

د نړی په ډیرو هیوادونو کې د چټکې ښاري او ودانیز صنعت له پرمختیا سره په زیاته پیمانه ودانیز توکې کارول کیږي چې په نتیجه کې په لوړه کچه  ودانیز(ساختماني) او تخریب شوي جامد ضایع  مواد تولیدیږي. بنا اقتصادي وده په تدریجي ډول د ساختماني توکو د طبیعي سرچینو کمښت او د چاپيریال تخریب  له کبله محدود شوی

د یو شمیر څیړنو له مخې  چین هر کال ۸۲۰ ملیون ټنه سمنټ مصرفوي چې د ټولې نړی د یادې مادې مصرف ۵۵ سلنه شمیرل کیږي.

 د اټکل له مخې هر کال چین هیواد کې  دری سوه ملیون ټنه د  کانکریټو  پاتې شوني یا ضایع شوي کانکریټ تولیديږي. علاوه ددې نه طبیعې پیښې لکه د Wenchuan  زلزله په کال ۲۰۰۸ او Yushu زلزله په کال ۲۰۱۰ کې په زیاته کچه  تخریب شوي یا ضایع شوي کانکریټ تولید کړل. په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د Shanghai World Expo مرکز ساختماني پروسو په جریان کې تقریبا ۳۰۰ ملیون ټنه د تخریبی کارونو له کبله ضایع شوي (کارول شوي) کانکریټ تولید شوي.  

د یادو ډیریدونکو ضایع شوو  کانکریټو سمبالول د ښارونو او ښاروالیو لپاره یوه پیچلي ستونزه جوړه شوي. په جرمني هیواد کې وروسته له دوهمې نړیوالې جګړې سمدلاسه وروسته د بیا رغونې کارونو په جریان کې دا اړینه وه ترڅو د ودانیزو توکو لوړ مقدار غوښتنې ته قناعت بخښونکی ځواب ویل شوی وی.  په همدې موده کې د ودانیزو او تخریب شوو ضایع شوي توکو بیا استعمال یا The recycling of construction and demolished waste په ډیر ښه ډول تنظیم شول. په حقیقت کې سیستماتیکې څیړنې د سمنټو په مقدار، د اوبو مقدار، د ماتو شوو (تخریب شوو) خښتو اګریکټ (جغل او شګه) درجه بندي، د ۱۹۲۸ کال راهیسې  ترسره کیږي. له هماغه وخته مختلفو هیوادونو کې څیړنې ادامه لري او کافي همکاري ته زمینه مساعده شوي تر څو د ساختماني ضایع شوو توکو نه د نوي کانکریټو په جوړولو کې ګټه واخیستل شي. د یادو تخنیکونو په مرسته د طبیعي سرچینو په ساتلو، د چاپيریال پاکوالی او یو دوامداره باثباته انکشاف د ودانیو په صنعت کې رامنځته شوی. 

ددې لپاره چې د ودانیزو او تخریب شوي ضایع شوي مواد ارزښت حس شوی وي  د امریکا متحده ایالات ، جاپان او اروپایي اتحادیه د جامدو ضایع شوو موادو مدیریت لپاره یو لړ قوانین او قواعد تاسیس کړي ترڅو د یادو شوو موادو پروسس چې د بیا کارولو وړتیا پیدا کړي او همدارنګه موخې وټاکل شي ترڅو نوموړی ضایع شوي ساختماني مواد د طبیعي سرچینو لپاره په عوض بدل شي، لکه لرګي ، اوسپنه او ډبرین مواد.

په چین کې د کاریدونکو توکو پاتې شوني یا ضایع شوي مواد بیا کارولو اړتیا بحراني حالت غوره کړی او دقیقو څیړنو ته ضرورت احساس کیږي. ددې لپاره چې په اقتصادي برخه کې او همدارنګه د چاپیریال اړوند ګټې تضمین شوي وي ، کانکریټو کې کارول شوي اګریکټ یا هغه اګریکټ چې د مخلتفو پروسو په واسطه د ساختماني او ودانیزو تخریب شوو توکو څخه لاسته راځي، وکارول شي. 

په چین هیواد کې له کال ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۱۲ پورې د ذکر شوو اګریګټو تولید لپاره مختلفې دستګاوې ډیزاین شوي اود تولید شوو اګریګټو د ذراتو اندازه 0.15  نه 5  ملي متره  پورې قطر لرلو. 

Hou et al په کال ۲۰۰۲ کې د اګریګټو دوراني استعمال لپاره یوه تولیدي پروسه ډیزاین کړه چې پکې د بادي انرژي لرونکي وسایلو نه کار اخیستل شوی او   0.15  نه تر5  ملي متره پورې قطر لرونکي اګریګټ یې تولید کړل. دې کار په چین کې د دوراني کارول شوي میده اګریګټ (شګه) استعمال لپاره یو ښه بنسټ کیښود. 

Xiao et al په کال ۲۰۰۵ کې د دوراني کارول شوي اګریکټو Recycled Concrete Aggregate (RAC) تولید لپاره مختلفې تولیدي پروسې مختلفو هیوادونو په سطح مقیاسه او تحلیل کړ. په نتیجه کې نظر د چین هیواد حالاتو ته یې یوه نوي تولیدي پروسه پیشنهاد کړه. په دې پروسه کې یې د تخریب شوو یا ضایع شوو کانکریټو نه د وسپینزو سیخانو او لرګیو لرې کولو لپاره يې بشري سرچینې نه کار واخیست. ځکه په چین کې په نسبي ډول د کارګر معاش یا د مزد قیمت کم دی او یو لوی کانکریټي بلاک د ماشین په مرسته پروسس کول ستونزمن تمامیږي.

(RAC) چې قطر يې له 0.5mm څخه کم وي د میده پوډر په شکل تصور کیږي دا ځکه چې میده دوراني کاریدونکي اګریګټ په دقیق ډول ندي مطالعه شوي. د فیرومقناطیسي جدا کوونکي او جدا کوونکي ډیسکونو په مرسته د (RAC) خالص والی باندې کار وشو. همدارنګه د غربالي ماشین نه ګټه واخیستل شو ترڅو (RAC) په مختلفو اندازو تولید شي او معمولا ۵ الې ۳۱.۵ ملي متره  قطر لرونکي (RAC) د تولید په اخیر کې مینځل کیږي.

د مختلفو څیړونو په پایله کې دا ښکاره شوي چې د (RAC) فزیکي خواص لکه حجمي کتله ، کثافت د طبیعي اګریګټ په نسبت کم او د اوبه جذب یې نسبت طبیعي اګریکټو ته زیات دی. 

د دوراني کاریدونکي اګریګټو کانکریټ (RAC) میکس ډیزاین لپاره داسې پیشنهاد شوی چه د سمنټو ، شګه او جغل ترمنځ نسبت داسې محاسبه شي لکه د معمولي یا عادي کانکریټو په شان چه طبیعي اګریګټ په کې کاریږي اما څرنګه چې د RCA  یا دورانی کاریدونکي جغل د اوبه جذب یې زیات دی ځکه نو په میکس ډیزاین کې دا ځانګړنه په نظر کې ونیول شي او یو څه مقدار زیاتې اوبه په میکس کې اضافه شي. 

څیړنو کې ثابته شوي چه د RCA  مقدار په ښکاره ډول د کانکریټو په فشاري کلکوالي باندې اغیزه لري. هر څومره چې د طبیعي جغل په مرسته مصنوعي جغل چې پورته ترې یادونه شوي په زیاته فیصدي عوض شي په هماغه اندازه فشاري محکمیت کمیږي. که چیرې دا عوض له ۳۰ فیصده نه لږ وي په فشاري محکمیت باندې ښکاره اغیز نه لري. 

لاندې شکل کې د کانکریټو فشاري مقاومت رابطه د مصنوعي جغل عوض له طبیعي جغل سره راښایي. دریو تنو عالمانو خپلې څیړنې کړي دي او د سمنټو/ اوبو مختلفو نسبتونو نه یې کار اخستی دی. 

پای او نتیجه:

په چین کې ځیني ودانی شته چې له RAC یا دوراني کاریدونکي جغل نه جوړ کانکریټو څخه منځته راغلي په دې مفهوم چې د خاص او دقیق ډیزاین، د ساختماني پروسو په کمک  دا ممکنه او مصونه خبره ده چې RAC د ساختماني مادې په صفت سیول انجنیري کې وکارول شي. 

د افغانستان موجوده شرایطو ته په کتو، که چیرې پدې برخه کې سرمایه ګذاري وشي او په لویو ښارونو کې له دې ټکنالوژي نه ګټه واخیستل شي سل په سلو کې د چاپيریال ککړتیا په را کمولو کې د پام وړ بدلون راتلی شي. هغه ځایونه چه تخریب شوي او اضافي ساختماني توکي پکې انبار شوي نه یواځې چاپيریال ته ګواښ دي بلکه د ښار ښکلا ته یې هم صدمه رسولي.

 د جغل او شګې طبیعي سرچینې چې د پاک چاپیریال ضمانت کوي وبه وساتل شي او په راتلونکي کې به یې د کمښت له بحران سره نه مواجه کیږو. 

د باثباته او دوامدارده پرمختګ لپاره اړینه ده چې د ساختماني صنعت مدیریت په ښه شکل ترسره شي، دا چې افغانستان متاسفانه د تیرو څو لسیزو په جریان کې جنګ جګړو ځپلی او زیات شمیر ودانی تخریب شوي او حتې اکثره ودانی د تخریب له زاویې اسیب پذیره دي، تخریب شوي، ضایع شوي او یا هم راتلونکي کې تخریب کیدونکي ساختماني توکو بیا کارولو لپاره له همدې میکانیزم نه کار واخیستل شي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب