د خوښې خبره دا ده چې د ژور خپګان درملنه شونې ده او ډېری وګړي بشپړه روغتیا مومي او خپل نورمال ژوند پر مخ وړي.
د ځینو لپاره بیا دا خپګان په اوږدمهالې ناروغۍ اوړي او ځینې نور بیا د یوې مودې لپاره روغ شي خو بیا بېرته ناروغه کېږي. مانا د خپګان ناروغي ورباندې ځي او راځي.
له ناروغیو سره د افغانانو چلند او بیا په ځانګړی ډول د رواني ناروغیو سره ډېر سرسري دی. دوی تر څو چې ښه خراب او وراسته شوي نه وي، د ځان درملنه نه کوي، د نورو مرسته نه غواړي، په خپل سر درملنه کوي یا درمل له سپارښتنو سره سم نه خوري چې دا ټول کېدای شي خپګان پسې وغزوي او یا د بېرته را ګرځیدلو لامل یې شي.
د ناروغ درملنه په اصل کې د عقلي او رواني ډاکتر د کتنې سره سمه پیلېږي مانا دا چې د ډاکتر هره خبره، پوښتنه او سپارښتنه د درملنې برخه وي.
ډاکتر یوازې د ناروغۍ د تشخیص لپاره پوښتنې نه کوي، بلکې کوښښ کوي چې د ناروغۍ پر لاملونو او پر هغو ستونزو او څېزونو ځان پوه کړي، چې د ناروغۍ د راګرځېدلو، پرمختګ او اوږدوالي لامل شوي دي. ډاکتر باید د ناروغ د تېر او اوسني ژوند اړخونه وڅېړي او هم د ناروغ پر ټولنیز چاپېریال ځان پوره پوه کړي ځکه پرته له دې ټولو معلوماتو د ناروغ درملنه به یا نیمګړې او یا ناشونې وي.
ناروغ او ډاکتر ته اړینه ده چې یوه د باور ډکه او روغېدونکې اړیکه سره جوړه کړي چې د یو بل په مرسته په ګډه سره د تشخیص او درملنې بڼې وڅېړي او بیا ناروغ ته د منلو وړ یوه درملیزه کړنلاره غوره شي.
ډاکتر به لاندینې درملیزې کړنلارې په پام کې نیسي او د ناروغ له اړتیاوو سره سمې سپارښتنې به کوي. د ناروغ د رواني ناروغۍ بیا بیا ارزونه، د درملو اغېز او د په ټوله کې د ناروغۍ د مثبت یا منفي پرمختګ څارنه د عقلي او رواني ډاکترانو یوه له بنسټیزو دندو څخه ده.
درملنه په ټوله کې د ناروغۍ په لاملونو او ژوروالي(سختۍ) او د تشخیص په څرنګوالي پورې تړلې ده.
که چېرې د خپګان لامل د ناروغ فیزیکي یا ځاني ناروغۍ وي نو باید چې پوره درملنه یې وشي(په پیل کې د وینې یوه بشپړه معاینه اړینه ده، چې تر سره شي، تر څو د هغو ناروغیو چې د خپګان لامل کېږي، شتون او یا نشتون یې څرګند شي).
د خپګان ډېری ناروغانو ته چې ناروغۍ یې ډېره ژوره او پیچلې نه وي، د مخکو یادو شویو سپارښتنو پلي کول بسنه کوي او د وخت په تېرېدلو سره روغېږي.
د ژور خپګان لپاره بیا ځانګړې سایکولوژیکي درملنې(psychotherapy)، د درملو خوړل او یا هم خو دا دواړه په ګډه په کار وي.
د زښت ډېر ژور خپګان لپاره چې په ټولو پورتنیو کړنو لا ښه شوې نه وي او یا د ناروغ ژوند ته خطر پېښېدونکی وي، نو ډېرې بېړنۍ درملنې ته اړتیا وي چې مغزو ته په برېښنایي څړک ورکولو سره درملنه یې کېږي. د دې درې واړو څیزونو په هکله به څه نا څه عمومي معلومات وړاندې شي.
سایکوتېراپي-دا یو ډول سایکولوژیکي(رواني)د خبرو اترو یو رغوونکی جوړښت دې چې په خبرو د ناروغ بشپړ ژوند تر څېړنې او ارزونې لاندې نیسي.
سایکولوژیست(روانپوه یا روانشناس) د دې خبرو اترو په ترڅ کې ټول هغه ممکنه لاملونه را برسېره کوي چې د ناروغ د روان د ژوبلېدلو او د ناروغۍ لامل شوی وي.
د ناروغ د ژوند د ټولو اړخونو ارزونه کوي تر څو پر ناروغ د دې ټولو اټکلي اغېزو څرنګوالی رابرسېره کړي. روانپوه د ناروغ د کرکټر پر ځانګړتیاوو او هم د ناروغ په تکړه توب او نیمګړتیاو ځان پوه کوي چې بیا ناروغ ته د هغه له وړتیا سره سمې سپارښتنې او لارښوونې وکړي.
دوی له موږ سره مرسته کوي چې پوه شو ولې او څنګه زموږ ژوند زموږ له فکرونو او کړنو څخه اغېزمن شوی دی.بل دا چې د ارزونې په ترڅ کې زموږ ټولې منفي او خیالي اندیښنې رابرسېره کوي چې بیا د هغو په لیرې کولو او سمولو کې موږ سره مرسته وکړي.
د دې رواني رغوونکو جوړښتونو ډېری بڼې شته چې هره یوه خپلې ځانګړتیاوې لري او په ځانګړو ستونزو کې اغېزناکې ثابتېدای شي. دا چې د خبرو کوم جوړښت باید غوره شي نو د عقلي او رواني ډاکتر او یا روانپوه تر عمومي ارزونې وروسته دا په ډاګه کوي.
ځینې په خبرو کې یوازې پر اوسنیو ستونزو او د هغوی پر حل غږېږي بیا ځینې د شخصي او کورنیو اړیکو څرنګوالي ته پوره پام کوي او ځینې نور بیا له کوچنیتوب څخه تر دم ګړي ژوند ټول راسپړي.
په ټوله کې روانپوه له ناروغ سره یو په یو کېني او هره اوونۍ د یو ساعت لپاره خبرې کوي. ناروغ ته پوره وخت ورکول کېږي چې د خپلو ستونزو، کړاوونو او غمونو په ویلو خپل زړه تش کړي.
د خبرو هر رغوونکی جوړښت کېدلی شي د ۶ تر ۲۴ اوونیو پورې دوام وکړي.د یادولو وړ ده چې د دې خبرو اترو ګټه تر ډېره ښه منل شوې او تثبیت شوې ده او هر څوک ترې برخمن کېدلای شي او یوازې د خپګان او یا رواني ناروغانو لپاره نه کارېږي.
ځینې د دغو ځانګړو جوړښتونه د انسان په ځان ډاډمنوالی، د اندېښنو او د ډار په لیریوالي کې او داسې نورو حالاتو کې زښته ډېر ګټور او اغېزناک دي.
درمل:
هغه درمل چې د خپګان د درملنې په موخه کارېږي پر څو ټولګیو ویشل شوي دي، چې هر یو د مغزو پر ځانګړو کیمیاوي موادو خپل اغېز لري، چې د هغوی د شتون کچه لوړوي.
په خپګان کې ډېر دغه کیمیاوي مواد له کمښت سره مخ وي. همداسې د خپګان درمل په مغزو کې او په ځان کې پر نورو کیمیاوي موادو هم خپل اغېز لري چې دا اغېز یې د خپګان د روغېدلو سره کومه اړیکه نه لري خو ډېرې مهال د منفي څنګي ستونزو او عوارضو لامل کېږي.
دې ټولو خبرو ته په کتلو سره څرګنده ده چې د درملو غوره کول باید د رنځپوه تر سیخې سپارښتنې لاندې وشي چې ډاکتر یې باید د ناروغ تر بشپړې ارزونې وروسته او د ناروغ د ټولو ځانګړتیاوو په پام کې نیولو او خوښې سره تر سره کړي.
په ټوله کې د رواني ناروغۍ درمل له لږې اندازې څخه پیلېږي چې بیا د څو اوونیو په ترڅ کې تر بیا ارزونې وروسته که اړتیا وي او هم کومې څنګي ستونځې رامنځته شوې نه وي نو دا اندازه بیا کېدلای شي چې لوړه شي. هر درمل ځانته د جوړېدونکې او روغېدونکی اغېز لپاره ټاکل شوې کچه لري چې ډاکتر باید ترې پوره خبر وي او کوښښ وکړي ناروغ ته دومره اندازه درمل ورکړي چې اغېزناک وي.
د دې درملو ګټور اغېز ورو ورو پېلېږي چې کېدلای شي له دوو تر څلورو اوونیو وخت ونیسي، نو ناروغ ته په کار دي چې په پوره صبر او حوصلې سره د درملو خوړلو ته ادامه ورکړي.
د یادولو وړ ده چې څومره د درملو اندازه لوړه وي هغومره د منفي عوارضو چانس ډېرېدونکی دی نو ځکه ناروغانو ته په کار ده چې په خپل سر د درملو اندازه بدله نه کړي. دا درمل باید هره ورځ له ټاکلی وخت سره سم وخوړل شي او ډېرو ناروغانو ته سپارښتنه دا وي چې تر یو کال پورې دې دا درمل وخوري خو بیا ځینو ته د دوه تر پنځو کلونو په کار وي او ځینې نور ته لا د ډېرې مودې لپاره. کله چې دا درمل نور په کار نه وي او غواړئ چې بس یې کړئ نو د درملو اندازه باید له دوو تر څلورو اوونیو په ترڅ کې ورو- ورو لږ شي او بیا دې په پای کې بس شي.
د دې درملو یو ناڅاپي بندول او نه خوړل ډېرې منفي پایلې لرلای شي بل دا چې دا درمل باید له کوچنیانو او نورو خوندي کیښودل شي چې بېځایه او په غلطۍ سره کار نه شي.
د خپګان تر ټولو ښه درملنه چې ډېره اغېزناکه ده هغه د پورتنیو ټولو یادول شو ټکو يوځای کارونه ده مانا دا چې د تېرې لیکنې ټولې سپارښتنې باید پوره په پام کې ونیول شي.
یو د روان د خبرو اترو رغیدونکې جوړښت چې ناروغ ته ځانګړی وي وکارول شي او هم د ناروغ ټولو اړتیاو ته په پام سره اغېزناک درمل غوره شي.
د ناروغ په ښه کیدلو کې تر ټولو ډېره ونډه په خپله د ناروغ ده، ناروغ ته باید د ناروغتیا په هکله پوره او اسانه معلومات ورکړل شي، تر څو د تشخیص او د درملنې په غوره کولو کې فعاله ونډه ولري نو ان شاالله چې پر خپلې ناروغۍ به برلاسی وي.
د مغزو بریښنایې څړک(ElectroConvulsive Therapy):
دا که څه هم تر ټولو ډېره اغېزناکه درملنه ده خو بیا هم لږ کارېږي. په دې درملنه کې مغزو ته یوه کنټرول شوې لږ اندازه بریښنا ورکول کېږي چې په انسان کې د څو ثانیو لپاره د مېرګیو د ناروغۍ په شان یو حالت راولي دا بیا په خپل وار د خپګان د ناروغۍ د روغېدلو لامل کېږي.
دا ټوله پروسه تر ۵ دقیقو وخت نیسي او په اوونۍ کې دوه ځله تر سره کېږي. ځینې له څلورو تر پنځو ځلو وروسته ښه کېږي خو ځینو ته بیا تر لسو ځلو پوري دا درملنه ورکول کېږي. په فلمونو کې د دې درملنې په هکله ډېر پخواني او زاړه ډوله انځورونه وړاندې کېږي چې په رښتیا ډېر ډاروونکي بریښي خو په اصل کې دا ډېره اسانه، خوندي او اغېزناکه درملنه ده.
که خدای کول بله ليکنه کې د ژور خپګان د يوې ناروغې بيلګه