پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeکلتورهغه مطبوعاتي څېره، چي خدای ښه اواز، اخلاق او استعداد ورکړی

هغه مطبوعاتي څېره، چي خدای ښه اواز، اخلاق او استعداد ورکړی

محمدابراهیم سپېڅلی/ کندهار

ډاکټره شافعه سردار په ۱۳۳۹ل کال د کندهار ښار د ملا ګلداد کوڅې په یوه علمي او روڼ اندې کورنۍ کي زېږېدلې ده 

پلار يې حاجي محمود هوتک نومیدی. 

د تاریخي جریدې (طلوع افغان)  مؤسس (مولوي صالح محمد هوتک) يې د مور پلار(نیکه) دی.

 شافعه، د هیواد په سطحه دپيژندل سوي محتاط لیکوال اوڅیړونکی استاد محمد معصوم هوتک کشره خور ده. 

دا، په ۱۳۴۶ل کال زرغوني انا لومړنۍ ښوونځي ته شامله او په ۱۳۵۸ل کال د کندهارښار د زرغونې انا له عالي لېسې څخه فارغه سوې ده. 

شافعه سردار په ۱۳۵۹ل کال د کانکور ازمویني له لاري کابل پوهنتون فارمیسي څانګي ته شامله او 

په ۱۳۶۳ل کال له یادي څانګي څخه په ښو نومرو فارغه سوه.  

له فراغت وروسته کندهار ته راغله او دلته يې په میرویس حوزوي روغتون کي د ناروغانو خدمت ته ملا وتړله. 

سردار، پر مورنۍ ژبه پښتو سربیره په دري، اردو او انګلیسي ژبو رواني خبری کولای سي.

شافعه په هیواد کي د جګړو او ناامنیو له امله په ۱۹۸۹م کال د نورو هیوادوالو په ډول وطن پرېښوولو ته اړه سوه.  

درې کاله يې د پاکستان په کراچۍ ښارکي تریخ ژوند تیرکړ او وروسته له خپلي کورنۍ سره یوځای په ۱۹۹۳م کال د امریکا متحده ایالاتو ویرجینیا ښار ته مهاجره سوه.  

شافعې امریکا متحده ایالاتو ته له مهاجرت څخه یوڅه وخت وروسته په دغه هیواد کي د افغانانو په یوې سیمه ییزي شخصي راډیو( د افغانستان ږغ) کار شروع کړ اوپه ۲۰۰۱م کال د امریکا ږغ راډیو د هغه وخت د پښتو څانګي مسؤلي سپوږمۍ میوندي په لارښوونه  امریکا ږغ نړېوالي راډیو ته لار پيداکړه، چي اوس په یاده راډیو کي رسمي پروډیوسره اونطاقه ده.  

دا وايي، د هرهغه مطبوعاتي افغان کارونه يې خوښيږي، چي د هیواد په سختو حالاتو کي د ولس د راویښولو لپاره د موضوعګانو تل ته ځان رسوي او دولت ته روښانه کوي، چي ولس په څه حالت کي دی اود فسادريښي چیري غزېدلي دي؟

زموږ ددې اوونۍ مطبوعاتي څېره وایی، امریکا ږغ راډیو کي مشر شاعر عبدالباري جهاني او بختیار شاه زیاته مرسته ورسره کړې ده. 

شافعه سردار د مطبوعاتي کارونو په دوران کي له ډیرو خاطرو سره هم مخامخ سوې ده، خو هغه ورځ يې هیڅ نه هیریږي، چي په اول وار د امریکا ږغ راډیو سټوډیو ته د امتحاني خبر ویلو لپاره ولاړه .

« په هغه ورځ مرحوم سعدالدین شپون زما د اواز امتحان لپاره یو خبر راکړ، زه سټوډیو ته ولاړمه، چي راکول سوی خبر ووایم، شپون صاحب  له سټوډیو دباندي راته ولاړ و. 

خبر، چي مي ووایه، له سټوډیو راووتمه، نو شپون صاحب راته وویل: شافعې داخو ته ډېره بلا يې! ستا په اواز کي هم ډول ؤ هم سرنی.

ماته داسی عجیبه معلومه سوه او پوښتنه مي ځیني وکړه. شپون صاحب دا څنګه  ؟

ده ویل: د یو خبریال په اواز کی باید هم ډول وي اوهم سرنا، یعنی خبریال باید خوش اوازه وي، ستا په اواز کي هم ډول دی هم سرنی. 

دا ماته ځکه عجیبه معلومه سوه، چي موږ په کندهارکي دا اصطلاح نه لرو. »

سردار، له مطالعې سره ژوره علاقه لري او په ورځ کي خامخا یو یا دوه ساعتونه کتابونه لولي ،په مطالعه کي يې شعرونه، ادبي څیړني او مطبوعاتي لیکني خوښي دي او اکثره وخت د راډیو په ادبي خپرونو کي هم د ځینو ځوانو او په عمر پخو شاعرانو شعرونه په خدای ورکړي په زړه پوري ږغ دیکلمه کوي. 

زموږ ددې اوونۍ مطبوعاتي څېره د خپلو ښو مطبوعاتي کارونو او ښه اواز له امله د خپل دفتر اوهم د امریکا ږغ راډیو د اوریدونکو لخوا په څو واري تقدیر سوې ده. 

شافعه زیاتوي: « لویه مطبوعاتي هیله مي  داده، چي د ژوند تر اخره پوري د مطبوعاتو له لاري خپلو هیوادوالو ته نور خدمتونه هم وکړمه. 

که زما ددغو خدمتو په سبب د یو افغان په ژوند کي مثبت بدلون راسي،نو زما هیله به پوره سوې وي.» 

نوموړې له ځوانو خبریالانو غواړي، چي د خبریالۍ مسلک سپېڅلی وساتي، په خپله مورنۍ لهجه له خپلو اوریدونکو، لیدونکو سره وږغیږي او په رښتیا سره یوازي د خپل ولس لپاره کار وکړي. 

شافعه سردار په ۱۳۶۳ل کال کي يې له خپل ټولګیوال ډاکټرسردارمحمد سره واده کړی، نو ځکه له خپل نوم سره د (سردار) تخلص لیکي. 

د واده ثمره يې یوه لور ( مینه) او یو زوی ( ګړندی) دی، چي دواړو په امریکا کي دماسټرۍ ترکچي پوري لوړي زده کړي دي.  

———————————– 

دغه لیکنه د طلوع افغان تاریخي‌ ورځپاني په ۲۱ مه ګڼه کي هم خپره سوې ده 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب