شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهفیصل: طالبانو تراوسه ۶۱۶ بندیان خوشي کړي

فیصل: طالبانو تراوسه ۶۱۶ بندیان خوشي کړي

تاند(دوشنبه، د سرطان ۸) د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، وسله والو طالبانو تراوسه پورې ۶۱۶ تنه اسیران خوشی کړي دي.

د ملي امنیت شورا ویندوی جاوید فیصل نن رسنیو ته وویل، د طالبانو له لوري په خوشي شویو بندیانو کې ۴۰۸ تنه امنیتي ځواکونه او نور ملکي وګړي دي.

د امریکا او طالبانو د فبرورۍ د ۲۹ نېټې له موافقې سره سم، طالبان باید د افغانستان د حکومت ۱۰۰۰ تنه برمته کړي ځواکونه پرېږدي. او په مقابل کې یې حکومت د طالبانو ۵ زره بندیان خوشي کړي.

طالبانو په تخار کې ۲۱ پولیس او پوځیان ازاد کړل

د افغانستان حکومت تراوسه پورې د طالبانو شاوخوا ۴ زره بندیان خوشي کړي او ویلي یې دي چې نور به هم ژر خوشي شي.

په همدې منځ کې د یو شمېر طالب بندیانو د خلاصون پر سر اختلاف دی. د دغو طالب بندیانو په اړه، چې ځینې یې شمېر ۴۰۰ او ځینې د ۲۰۰ او ۳۰۰ ترمنځ بولي، افغان چارواکي وايي چې په لویو او خونړیو بریدونو کې لاس لري او د محکمو له لوري په اوږدو بندونو محکوم شوي دي.

د افغانستان حکومت وړاندیز کړی چې د هغو پر ځای به نور طالب بندیان خوشي کړي.

څرګنده نه ده چې طالبان له دې وړاندیز سره موافق دي او که نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب