یکشنبه, اپریل 20, 2025
Homeخبرونهطالبانو په تخار کې ۲۱ پولیس او پوځیان ازاد کړل

طالبانو په تخار کې ۲۱ پولیس او پوځیان ازاد کړل

تاند، دوشنبه، د سرطان ۹ مه: د تخار ولایت ولایتي چارواکي وایي، په دې ولایت کې وسلوالو طالبانو د افغان حکومت ۲۱ پوځیان خوشي کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پرون ماښام پر خپله ټویټر پاڼه لیکلې چې له دغو کسانو سره یې یوه اندازه مالي مرسته کړې او خپلو کورنیو ته یې سپارلې دي.

د وسلوالو طالبانو ځینو سرچینو دا هم ویلې،(( له دې یوه ورځ وړاندې مو په بدخشان کې هم ۳۴ سرتېري له بنده ازاد کړې دي)).

طالبان وایي، تر اوسه له خپله اړخه مو له شپږ سوو ډېر زندانیان ازاد کړي او افغان حکومت هم د دوی نږدې څلور زره زندانیان ازاد کړې دي.

افغان حکومت د طالبانو له خوا د زندانیانو د ازادیدو هر کلی کوي، خو پر دې کلکې نیوکې کوي چې طالبانو ولایتونو کې تاوتریخوالي ته بیرته زور ورکړی دی.

بل لورته ځینو سرچینو تاند ته ویلي چې په لنډو ورځو کې به افغان حکومت هم د وسلوالو طالبانو ځینې نور زندانیان هم خوشي کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د نوبل د ادبي جایزې ګټونکی پیرويي لیکوال ماریو بارګاس یوسا ومړ

تاند (دوشنبه، د وري/ حمل ۲۵ مه) د نوبل ادبیاتو جایزې ګټونکی لیکوال او د پیرو سیاستوال، ماریو بارګاس یوسا، د یکشنبې په ورځ،...