پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهطالبانو میدان وردګ کې په خپلسر ښوونځي پرانیستي

طالبانو میدان وردګ کې په خپلسر ښوونځي پرانیستي

تاند، دوشنبه، د سرطان ۹ مه: د میدان وردګ اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې یو شمېر سیمو کې له تېرې شبنې راهیسې ښوونځي پیل شوي او دوه ورځې کیږي چې ماشومان هم له ویرې ښوونځیو ته ورځي.

تر دا مهاله د پوهنې وزارت د کره شمېرو له مخې د میدان وردګ ولایت په نهو ولسوالیو کې شا و خوا ۴۵۰ د لومړني، منځنۍ او لیسې دورې ښوونځي شته، چې نزدې ۱۵۰ زره ماشومان په کې زده کړې کوي.

د ځايي خلکو په خبره، وسله والو طالبانو یوازې تر خپل کنترول لاندې سېمو کې شته ښوونځي پرانستي دي.

د ښوونځیو د پرانیستې په تړاو د چک ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي د نوم د نه اخیستلو په شرط تاند ته ویلي: (طالبانو د شنبې له ورځې راهېسې نه یوازې په چک ولسوالۍ کې ښوونځی پرانستي بلکې په یو شمېر نورو ولسوالیو لکه دایمیر داد، نرخ، سید اباد ولسوالیو کې یې هم ښوونځي پرانستي دي او ښوونکو او زده کوونکو ته یې جدي ګواښ کړی چې که په وخت ښوونځیو ته حاضر نه شول سخته سزا به ورکول کیږي.)

بله خوا د چغتو ولسوالۍ ځايي اوسیدونکي هم دا مني چې وسله والو طالبانو د سیمې خلکو ته ګواښ کړی چې که ښوونکي او زده کوونکي ښوونځیو ته حاضر نه شي، د غیر حاضرۍ په صورت کې به سخته سزا ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د کورونا وايرس د احته کيدو ويره شته او ډېر خلک وېره لري چې ماشومان به یې په کورونا اخته شي او کورونو ته به دا وایرس وروړي.

تر اوسه د پوهنې وزارت د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د ښوونځیو د بیا پیل په اړه څه نه ويلي نه دي.

3 COMMENTS

  1. ښوونځي له نن څخه اونۍ مخکې لا پرانیستي دي، خو خلک په دې نه دي خبر چې دولت پرانیستي که طالبانو، خو زده کوونکي او ښوونکي ورځي.

  2. ګل مو په مخ، د خیرن سپږن بوین ببر وحشي ځناور ټالب یې ښوونځي و معارف سره څه؟! هسې د خلکو کنټرول او تسلط ښودلو لپاره

  3. د پاکستان مزدور هسی هم د خلکو دښمن دی او غواړی په دی سره د خلکو الادونو او کورنی د مرګ کندی ته واچوی. د حکومت لپأره د شرم ځای دی چی د مرکز په ۷۵ کیلو متری کښی تالڅټی نسی تصفیه کولی او فعلی والی یعنی ظفر الدین غل خو هسی هم په وردګو ولایت کښی د طالبانو موسس دی، هغه وخت چی نوموړی د امنیی قوماندان وو طالبان یی حمایه کړل، خدایه نور مو لدی بد بټیو خلاص کړی. طالب خو هسی له عامو خلکو سره دښمنی لری او یوازینی د علم دښمنان دی د پنجابی اولاد.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب