جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد افغانستان بانک پر نوي سرپرست د ځینو مدني ڼټولنو نیوکې

د افغانستان بانک پر نوي سرپرست د ځینو مدني ڼټولنو نیوکې

تاند (دوشنبه، د سرطان )  د افغانستان بانک د ټاکل شوی رییس اجمل احمدي،  چې تازه یې د سرپرست په توګه کار پیل کړی، پر ځینو اقدامانو انتقادونه شوي او د پوښتنې وړ بلل شوي دي.

اجمل احمدي تر دې مخکې د صنعت او تجارت وزارت سرپرست و.

ښاغلي احمدي څو ورځې وړاندې د افغانستان بانک څلور جګپوړي کارمندان “د اداري فساد” په تور له دندې ګوښه کړل.
خو د دې بانګ لومړی مرستیال وحید نوشیر دا کار ناقانونه وباله او تازه یې ویلي چې له ده هم د استعفا غوښتنه شوې ده.

د افغان مدني بنسټونو ګډې کارډلې د ښاغلي احمدي ګومارنه سیاسي بللې او ویلي یې دي، احمدي د فساد په تور کارکوونکي په داسې مهال لېرې کړي کړې چې دی لا هم سرپرست دی او له ولسي جرګې یې رایه نه ده اخیستې.

د مدني ټولنې په بیانیه کې راغلي، د افغانستان بانک مشر باید سیاسي نه وي او د بانک په تړاو ټولې هڅې یې باید خپلواکي تضمین کړي.

د افغانستان د مدني ټولنې غړي وايي، ولسمشر د دې بانک د مشر د نومولو واک لري، خو باید د ولسي جرګې باور رایه ترلاسه کړی.

ولسي جرګې دا هم تصویب کړې وه چې اجمل احمدي د صنعت او تجارت وزارت د سرپرست په توګه په رسمیت نه پېژني.

بل لورته پر اجمل احمدي د دې وروستیو منفکیو په تړاو پر نیوکو سربیره د دوه تابعیت درلودلو تور هم لګول کېږي.
ځینې ادعا لري چې نوموړی د لبنان تابعیت هم لري.

2 COMMENTS

  1. په افغانستان کې دولتي چارې په ډېر بد ډول سياسي شوي چې کار اهل کار څخه اخستل کيږي او بې کفايته اشخاصوته په برخه کې ورکول کيږي ، چې ښه مثال ئې د وحيد ، نوشېر بې واکه کول او د اجمل ، احمدي ګومارنه ده ، د عزتمند وحيد ، نوشېر خدمتونه د لمرپه شان ښکاره اود تقدير وړ ګڼل کيږي او د دې په عوض چې تقدير شي وځپل شو ، ولسمشره ! خلک درڅخه ناراضه دي

  2. ښاغلی ولسمشر غنی ته به د اجمل ، احمدي ګومارنه یو لوی سرخوږی جوړ کړی، د ښاغلی ولسمشر غنی څخه احترامانه خواست کووم چه لویو کارونو ته لوی فکر وکړی، سمدستی او ناڅاپی فکر او یا سمدستی او ناڅاپی خبری کول ښی پایلی نلری.
    لقمان حکیم ویلی وه چه هره خبره او فیصله چه کوی ښه یی تحلیل کړی بیا یی وکړی.
    په درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب