Homeخبرونهله کورونا ۱۳۳۰ تنه روغ شوي او ۲۷۱ پرې اخته شوي

له کورونا ۱۳۳۰ تنه روغ شوي او ۲۷۱ پرې اخته شوي

تاند (دوشنبه، د سرطان ۸) په تیرو ۲۴ ساعتونو کې له کورونا وایرس څخه ۱۳۳۰ تنه رغیدلي او ۲۷۱ تازه مثبتې پیښې ثبت شوې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا وایرس ۲۷۱ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي او له دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۱،۲۳۸ ته ورسید.

د یاد وزارت د خپرو شویو مالوماتو له مخې چې نن دوشنبې (د چنګاښ په ۹مه نېټه) یې شریک کړي، ښیې چې اوسمهال په هېواد کې د کورونا ویروس ۱۶،۵۷۱ پېښې فعالې دي.

همداراز په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۱۲ ناروغان مړه شوي چې۴کابل، ۴ پروان، ۱ هرات او ۳ هم په ننګرهار ولایت کې دي. له دې سره په دې وبا د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۷۳۳ ته رسیږي.

د عامې روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۳۰ تنه د کوویډ۱۹ ناروغان روغ شوي هم دي او له دې سره د ټولو روغو شویو کسانو شمېر ۱۳،۹۳۴ ته ورسید.

په ۱۶ ولایتونو کې ثبت شوې پېښې په دې ډول دي:

۱۳۰ یې کابل، ۳۰ هرات،  ۲۸ بلخ، ۱۴ تخار، ۱۳ بامیان،۱۲ کندهار، ۷ بغلان، ۱۲ نیمروز، ۴ بادغیس، ۱لغمان، ۱ وردګ،۵ کونړ، ۴  هلمند، ۲ زابل او ۵ هم په پنجشېر.

په همدې حال کې په درسته نړۍ کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۰ ملیونه ۲ لکه ۶۰ زرو ته رسېدلی او ۵ لکه ۴ زره ورڅخه مړه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...