یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeجنرال وزیريراځئ د شاتو له مچیو د ګډ ژوند لارې چارې زده کړو...

راځئ د شاتو له مچیو د ګډ ژوند لارې چارې زده کړو | جنرال دولت وزیري

د شاتو مچۍ یوه داسې ټولنیزه کوچنۍ حشره ده،  چې  د پراخو او پریمانو خوړو په شتون کې هم یوازې ژوند نه شي کولای.

که چېرې په هره پلمه له خپل ټبر څخه بېله شي، له منځه ځي او ژوند يې پای ته رسېږي.

دوی پر درېیو برخو وېشل کېږي:

الف: ملکه (Queen) چې هګۍ اچوي.

ب: نارینه (Prones) چې کار یې د نویو ملکو امیندواره کول دي.

ج: کارګران (Workers) چې شنډ (عقیم) دي او ډېر ډولونه لري.

 د شاتو مچۍ د دې تر څنګ چې د بشريت ستر چوپړ يې پر خپله غاړه اخیستی دی، یوه بې ضرره حشره ده.

دا په دې مانا نه دي چې له خپل ځان څخه دفاع نه شي کولای، بلکې دوی متعرضې حشرې نه دي، هر وخت خپلې دفاع ته چمتو وي او له زهرو په ډک نېش سره له دې چې د څو ناروغیو لکه چنګاښ (سرطان)، روماتیزم  او نورو درمل دي، برید ته هم حاضر وي.

که په دوی غرض ونه شي، دوی له چا سره غرض نه لري. لکه چې وايي:

که ګدا د بل په غولي غرض نه کا

سپي به نه کا په ګدا باندې غرض

په قران کریم کې یوه سوره د شاتو مچیو به نوم راغلې او د څوارلسمې سېپارې په دوو ایتونو ۶۸ او ۶۹ کې دغو حشرو (نحل) ته مستقیمه اشاره شوې ده.

د شاتو په مچیو کی ځینې یې آرامې او ځينې بیا لږ غوسه ناکې وي. د ایټالیا هيواد مچۍ په ارامو، د جرمني او افريقا مچۍ بيا په غوسه ناکو کې راځي.

دوی په دا وړوکي ځان ډېر ګټور حشرات دي.

 د بشريت د درېيمې برخې خواړو په تولید کې د دوی رول تر هر چا زيات دی. دوی یوازې د شاتو په جوړولو کې برخه نه اخلي، بلکې د ډېرو نورو محصولاتو په تولید کې هم ستر رول ترسره کوي.

لږ تر لږه ۸ مچۍ په خپل ټول ژوند کې د چایو د یوې کاشوغې په اندازه عسل یا شات تولیدوي.

 ټول محصولات د بار نيولو پر وخت القاح ته اړتيا لري او هغه د فرانسې هیواد د يوې څيړنې له مخې د مڼو او د لمرګلي په تولید کې د دوی رول اویا سلنه، د ګېلاسو او ځمکنیو توتانو په تولید کې اتيا سلنه، د وړو ونو د ميوو په تولید کې نوي سلنه او د یو شمیر بوټو لکه شبدر د حاصلاتو په تولید کې يې رول سل سلنه دی.

که چېرې دغې کوچنۍ بې ضرره حشره نه وي د ډېرو محصولاتو په تولید کې به د پام وړ کموالی راشي. همدغه علت دی چې بڼوال هيڅ وخت په خپل بڼ کې د مچیو د کنډیو له ايښودلو سره مخالفت نه کوي.

دغه کوچنۍ خو ډېره هوښیاره حشره په یوه کور کې چې کنډۍ ورته وايي يو ځای ژوند کوي. دوی د ځان له پاره کور هم خپله جوړوي. کور يې ډير ښکلی او څلور برخې لري.

اوله برخه: لوي کور چې د څېړۍ د ونې ميوې (پرګې) ته ورته وي، جوړوي.

دویمه برخه: د نارینه مچیو د ژوند کولو له پاره وي.

درېیمه برخه: د ګودام یا ډيپو له پاره جوړوي.

څلورمه برخه: ګډوډ يا هر کاره کور وي.

 دوی د خپل کور شاو خوا کامل بندوي، چې د رڼا او نورو حشرانو د ننوتلو مخنيوی وشي. مچۍ په یوه کور کې درې ډوله دي او درې واړه ډوله په يوه جوړ شوي کور کی اوسېږي.

اول: ملکه ده چې پر ټولو واکمنه او پر ټولو يې واک چلېږي. که چېرې ملکه له منځه ځي او بله ملکه نه جوړېږي، د دوی په منځ کې ګډوډي را منځ ته کېږي او کنډۍ له منځه ځي.

که ملکه مري، له هغو هګيو چې په کنډۍ کې شته، ملکې راوځي او په ټولو کې غښتلې ملکه کېږي. ځينې وخت ملکه نورې ملکې، چې د ملکې کېدلو هوا يې په سر کی پيدا شوي وي وژني. دا بدمرغي فکر کوم دوی له انسانانو په ميراث اخیستې ده.

د ملکی د مړه کيدو په صورت کې له درېیو نه تر پنځو ساعتو پورې ټول کارونه په ټپه درېږي. وروسته که په کنډۍ کې هګۍ نه وي، په هغه صورت کې د کارګرو مچیو په منځ کی ځينې ښځينه مچۍ وي، چې هغوی هګۍ اچوي او د دوو اونيو په موده کې نوې ملکه له هګۍ راوځي، له یو څه مودې وروسته خپله دنده او واکمني پیلوي. د ملکې اصلی دنده د هګيو اچول او په کنډۍ کې د نظم ساتل دي.

ملکه د ورځې له ۱۵۰۰ نيولې تر ۵۰۰۰ پورې هګۍ اچوي. په لومړي کال پوره په دويم کال پنځوس سلنه او په نورو کلونو کې پنځه ویشت سلنه هګۍ اچوي يعنې د عمر په تيريدو يې د هګيو اچولو وړتیا کمېږي. ملکه مچۍ د ۵ او ۷ کلونو پورې ژوند کولای شي. ملکه له ځانګړو خوړو چې د کارګرو مچیو له خوا برابرېږي ګټه پورته کوي.

دویم: نارينه مچۍ دي. دوی يوازې د نسل زياتولو له پاره دي، د شاتو په راټولو او په نورو کارونو کې برخه نه اخلي. د القاح په وخت کې ملکه له کوره راوځي او په هوا کې الوتنه کوي.

نارينه  مچۍ هم له کنډۍ راوځي او په هوا کې ملکه پسې الوتنه کوي.

د نارینه وو له منځه څخه ډېر غښتلی يې ملکې ته ځان رسوي او د څلوېښتو نارینوو په حدود کې له ملکې سره يو ځای کېږی. له دې وروسته ملکه بيرته کور ته راځي او نارينه مچۍ له منځه ځي. د نارينه مچيو ژوند تر ۲۴ ورځو پورې وي.

په یوه کنډۍ کې تر درې زرو پورې نارينه مچۍ اوسېږي. څرنګه چې نارینه بې له خوړلو بل کار نه لري، د مچیو د اوږده استراحت په موده کې کله چې د ذخیره شویو شاتو تغذيه پیلېږي، د نارینه وو د زیات مصرف له کبله کارګران پر نارینه وو يرغل کوي او ټول وژني، د وجود ټوټې يې له کنډۍ د باندې غورځوي.

دريم: کارګر یا خنثی مچۍ دي. دوی د نسل زياتولو له پاره نه دي. دوی هګۍ نه ورکوي یوازې د ملکې په نه شتون کې که چېرې په کور کې هګۍ نه وي، د دوی له منځه ځينې کارګر مچۍ هګي اچولو ته ځان چمتو کوي او بيا له هغو هګيو ملکه زېږي.

په یوه کور کې تر ۷۰ زرو پورې کارګر مچۍ ژوند کوي. دوی چې کله له خطر سره مخ کېږي. د مدافعې له پاره خپل نېش وهي او نېش يې هلته پاته کېږي او په خپله هم د يوه یا دوه ساعتونو په موده کې مړه کېږي.

د کارګرو مچیو اساسي دندې:

–  له ګلانو څخه د شیرې راټولول.

– د نو-زېږو بچيو تغذيه کول.

– د کندو جوړول او د شاوخوا سوريو بندول.

– د نو-زېږو له پاره د اوبو او غذا برابرول.

– د ملکې خدمت کول.

– د ملکې له پاره د ځانګړو شاتو جوړول.

– د کنډۍ ترتیب او پاکول.

– د نارينه مچیو له پاره د غذا برابرول.

– بهر ته د نارينه مچیو د فاضله موادو ايستل.

– د وزرونو په ښورولو د کور د هوا بدلول.

– او ځينې کارګر د کور د دروازې پهره پر غاړه لري او نه پرېږدي چې حشرات او یا کومه ناولې مچۍ کور ته ننوځي. ناولی کارګر مچۍ پهره داران په وهلو وهلو شړي او يا يې د مرګ تر سرحده وهي.

کارګر مچۍ په يوه ساعت کې د دوه سوو نه تر درې سوو پورې ګلانو څخه شیره راټولوي او کور ته په راوړلو سره يې د انتقال کارګرانو ته ورکوي، هغوی یې بيا خپل ځای ته رسوي.

کارګر په هوا کې په یوه ساعت کې تر ۳۵ کيلو مترو پورې الوتنه کولای شي.

ملکه له ۱۶ ورځو وروسته، کارګر له ۲۲ ورځو او نارينه له ۲۵ ورځو وروسته له هګيو راوځي.

دوی دوه ښکرونه لري، د ښکرونو په واسطه خپل او پردی پېژني او له لیرې څخه خپل کور په نښه کوي.

د دوی د مغزو وزن ۱۷۴ ځلې د دوی له وزن څخه کم دی، خو په همدغه کمو مغزو ستر کارونه تر سره کوي.

هيله می دا ده چی افغانان اقلا د مچیو په څير خپل کور پاک وساتي، پردي او ناولو حشرو او ځناورو ته اجازه ور نه کړي چې زموږ جنت نښان وطن ګډ وډ او ويجاړ کړي.

 د مچیو د ډیر ارزښت له امله د هر کال د مۍ شلمه د دوی په نامه نومول شوې ده او په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب