یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد مرغانو او نورو وحشي حیواناتو پر ښکار بندیز اعلان شو

د مرغانو او نورو وحشي حیواناتو پر ښکار بندیز اعلان شو

تاند (دوشنبه، د سرطان۸) ولسمشر محمد اشرف غني نن د کابينې په غونډه کې پرېکړه وکړه چې تر راتلونکيو پنځو کالو پورې په ټول هېواد کې د مرغانو تر څنګ د نورو هر ډول حیواناتو ښکار بند دی.

په ارګ کې د يو شمېر باوري سرچينو د مالوماتو له مخې ولسمشر محمد اشرف غني د کابينې په غونډه کې د عدليې وزارت لخوا (د وحشي حیواناتو د ساتنې او ښکار د تنظيم) قانون له مطرح کولو وروسته غونډې ته ويلي چې په ټول هېواد کې به تر راتلونکو پنځو کلونو پورې هيڅ ښکار نه کيږي.

ولسمشر ويلي چې په ډيره کچه، وحشي حيوانات او مرغان مو له لاسه ورکړي او که ښکار همداسې دوام وکړي، د ځينو حيواناتو نسل به ختم شي.

ولسمشر په دې اړه زياته کړې چې له همدې امله چی د دغو حیواناتو نسل ختم نه شي تر راتلونکيو پنځو کلونو پورې په ټول هېواد کې ښکار مطلق بند او افغانستان د وحشي حيواناتو لپاره د ساتنځای په توګه اعلانېږي.

که تر دې وروسته په افغانستان کې څوک مرغان يا ځنګلي ځناور ولي او يا هم ښکار کوي، درنه سزا به ورکول کېږي.
خو تراوسه پورې څرګنده نه ده چې څومره سزا به ورکول کېږي.

1 COMMENT

  1. او دا ښکار به یواځې په قومندانیو، ولایتي دفترونو، ارګ، پوځي قرارګاوو او دولتي تأسیساتو کې بند وي، پاتې نور په چا منې ؟ ولسمشره !
    زمونږ د کونړ سیند کبان له منځه لاړ، نسل یې ختم شو، ستا والي او قومندان هیڅ ونکړل، پاتې لا ښکار ، دلته د انسانانو ښکار اول بند کړئ بیا د مرغانو او ژوو پسې راواخلئ..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب