دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهکراچۍ کې د ونډو پر بازار وسلوال برید شوی

کراچۍ کې د ونډو پر بازار وسلوال برید شوی

د وروستیو راپورونو له مخې، د پاکستان امنیتي چارواکي وايي چې ۴ تنه حمله کوونکي یې وژلي دي.

د دوی په وینا په دې برید کې د پولیسو یو چارواکی او ۲ ساتونکي وژل شوي او د ۳ پولیسو په ګډون ۷ تنه ژوبل شوي دي.

تاند (دوشنبه، د سرطان ۸) وسلوال بریدګر لومړی د موټرو له تم ځای ودانۍ ته دننه شوې دي

وسلوالو د پاکستان په ستر اقتصادي ښار کراچۍ کې د ونډو پر بازار برید کړی، تر اوسه په برید کې د دوه کسانو د وژل کیدو خبر ورکول شوی خو د پاکستان پولیسو ویلي، څلور برید کوونکي چې په درنو وسلو سمبال وو، وژلي او ودانۍ کې د نورو بریدګرو په لټه کې دي.

ځینو سرچینو تاند ته ویلې برید ځايي وخت سهار لس بجې پیل شو.

وسله والو بریدګرو د ونډو بازار اصلي ودانۍ ته د لاسي بمونو له ورغورځولو وروسته ودانۍ ته دننه شوي

خو د پاکستان د ونډو بازار مشر عابد علي حبیب ویلي، بریدګر لومړی د موټرو تمځای ته ننوتې او له هغه ځایه یې ډزې پیل کړې دي.

د سیمې خلکو ویلې، له بریدګرو هم ځینې کسان وژل شوي، خو برید لاهم دوام لري.

“د بلوچستان ازادۍ پوځ” په نامه ډلې پر ټوېټر ددغه برید مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.

د پاکستاني جیو تلوېزیون په یوه خبر کې ویل شوي، چې  ودانۍ کې دننه کسان د ودانۍ د شاتنۍ دروازې نه په خوندي توګه رایستل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب