تاند(دوشنبه، د سرطان ۸) د هلمند ولایت په سنګین ولسوالي کې د څارویو (مال) په بازار کې چاودنې لږترلږه ۱۰ تنه وژلي او ۱۵ نور ژوبل کړي دي.
د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک وايي، پېښه په یوه دودیزه میله ځای کې شوې او اکثره قربانیان یې هغه کسان دي چې د پېر او پلور لپاره دې ځای ته راغلي وو.
وېره ده چې په دې پېښه کې، چې د څرنګوالي په اړه یې ضد و نقیض ادعاوې کېږي، د مرګ ژوبلو شمېر تر دې خورا ډېر وي.
له سيمي څخه د لښکرګاه ښار ايمرجنسي روغتون ته له ټپيانو سره راغلي کسان وايي، د هوان او توغنديو په بريدونو کي شاوخوا ۳۰ ملکي کسان وژل شوي او تر دې ډير ټپيان شوي دي.
دوی ادعا کوي چي د ملي اردو د ۲ لوا څخه چي په سنګين کي موقعيت لري په توپونو او هوانونو ويشتل سوي دي. خو د هلمند د والي مرستیال مجاهدالله صفاري دا خبره دا ادعا ردوي او وايي چې پېښه د چاودنې په نتیجه کې شوې ده.
د ایمرجنسي روغتون مسوولان وايي چې روغتون ته ۱۸ ټپیان رسول شوي دي.
په ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي.