دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهد سنګین په خونړي برید کې لږترلږه ۲۳ تنه وژل شوي

د سنګین په خونړي برید کې لږترلږه ۲۳ تنه وژل شوي

تاند (دوشنبه، د سرطان۸) د هلمند له سنګین ولسوالي څخه وروستي راپورونه ښيي چې د دې ولسوالۍ په یوه مېله ځای کې لږترلږه ۲۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل دي.

په لشکرګاه کې ایمرجنسي روغتون وايي چې ۱۸ ټپیان وررسول شوي دي.

د هلمند چارواکي ادعا کوي چې وسله والو طالبانو نن سهار شاوخوا نهه نیمې بجې د سنګین ولسوالي د څاریو د پېر و پلور په بازار کې، چې خلک پکې مېلې هم کوي، دوې چاودنې وکړې چې په لړ کې یې ۲۳ تنه ووژل شول او ۱۵ نور ژوبل شول.

د هلمند د چارواکو په وینا په دې چاودنو کې ډېر شمېر څاروي هم له منځه لاړل.

خو طالبان بیا وايي چې پر دغه مېله بازار د ملي اردو له لوري توغندي ویشتل شوي دي.

۲۱۵ اتل قول اردو بیا د طالبانو ادعا ردوي او وايي چې مرګ ژوبله د طالبانو د چاودنو له کبله پېښه شوې او دوی کوم توغندی نه دی ویشتی.

ملګري ملتونه وايي، طالبان او امنیتي ځواکونه دواړه د ملکیانو په مرګ ژوبلو کې پراخه ونډه لري.

د ملګروملتو له وروستي راپور سره سم، چې په مې میاشت کې خپور شو، په دې اندېښنه ښکاره شوې چې د طالبانو او دولتي ځواکونو له لوري د ملکي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوی (یوناما) د راپور له مخې، (د ثور۳۰) طالبان په اپریل میاشت کې د ۲۰۸ ملکي کسانو د تلفاتو مسؤل دي. دا شمېر د ۲۰۱۹ کال د اپریل میاشتې په پرتله ۲۵ سلنه ډېر دي.

په راپور کې ویل شوي چې افغان امنیتي ځواکونو په اپریل میاشت کې ۱۷۲ ملکي کسانو ته تلفات اړولي چې د ۲۰۱۹ کال د اپریل میاشتې په پرتله ۳۸ سلنه ډېروالی پکې راغلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب