یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+تر روغتيايي عملياتو لاندې په هوښ راتلل

تر روغتيايي عملياتو لاندې په هوښ راتلل

کله چی ناروغان د عملياتو لپاره بې هوښي (انستېزي) اخلي، خپل ځان په پوره ډول ډاکتر ته سپاري.

ناروغان له انستیزۍ یا له بې هوښۍ دا تمه لري چی دوی به تر یوې ټاکلې مودې پورې بې هوښه کړي او له عملیاتو وروسته به په ډېر ارام ډول روغ رمټ په هوښ راشي.

په بريتانيا کې هر کال ۲،۸ ميليونه عمليات د انستېزۍ په کارولو ترسره کېږي.

ډېری ناروغان تمه لري چې د بې هوښۍ حالت يې په ښه او عادي ډول تېر شي.

خو بیا هم بریتانیا او د نړۍ په نورو روغتونونو کې لږ شمېر داسې ناروغان شته چې دوی له انستېزۍ سره حساس دي او کېدای شي له ټاکل شوې مودې وړاندې د عملیاتو پر مهال د بی هوښۍ له حالت څخه ويښ شي او د یوه وحشتناکه او دردونکی حالت سره مخامخ شی.

انستېزي یا د بې هوښۍ درمل د اوسنۍ پرمختللې جراحۍ یوه مهمه برخه ده، خو په دې بیا هم خلک دومره نه پوهېږي چې څرنګه انسان بې هوښه کېږي.

انستیزي د څو درملو یوه ټولګه ده چې په ګډه او یوې ځانګړې اندازې په پام کې نیولو سره ترې کار اخيستل کېږي.

د بې هوښۍ دوا کې بېلابېل درمل لکه ایتر چې د انسان ماغزه خوب ته وړي، انلجیزیکز لکه مورفین چی درد له منځه وړي او په ډېرو حالاتو کې د اعصابو او عضلاتو ترمنځ د اړیکو بندولو دارو هم کارول کېږي.

دا ټول په ګډه یو فلج حالت را منځ ته کوي او ډاکتر کولی شي د ناروغ پر بدن په ارام ډول عملیات ترسره کړي.

خو دغه درمل بايد په دقيق ډول او ټاکلې اندازه وکارول شي که نه دا وېره شته چې د عملیاتو پرمهال د انسان ماغزه ويښ شي په داسې حال کې چې بدن يې کاملا د فلج په حالت کی وي.

ډاکتران وايي، تر عملیات لاندې ناروغ خبرې اوري او زیار باسي ډاکتر ته ووایی چې په هوښ کې دی او د درد احساس کوي، خو له دې کبله چې کاملا د فلج په حالت کې دی نشي کولای څه ووايي او خپل ځان وخوځوي.

روغتيا پوهان وایي داسې یو حالت کېدی شي ډېر سخت او دردونکی وي او ناروغ ته د سابندېدنې، ډار او وارخطایۍ احساس رامنځ ته کړي او داسې یو ناروغ کېدای شي له عملیاتو ورسته په دماغي ناروغۍ هم اخته شي.

ډنمارکي ډاکترانو په یوه تازه څېړنيز راپور کې چې د بریتانیا د انستیزیا (بې هوښۍ) په ژورنال کې تېره اوونی خپور شو، له ۱۲۰ داسې ناروغانو سره خبرې کړې دي چې دوی د بې هوښۍ په حال کې له وخته وړاندی د ویښېدو له خطر سره مخامخ دي.

داکټرانو په دغه څیړنه کې موندلې چې د نیورو ماسکیولر مانيټور یا د اعصابو او عضلو د فعالیت د ښودلو وسیله کولی شی بې هوښه ناروغان له وخته وړاندې ویښېدو څخه وژغوري.

څېړوونکي وایي پرته له یادو شویو خلکو نور ډول ناروغان لکه امیدواره ښځې، پرمختللي سرطان اخته کسان، هغه چې مکروبي ناروغۍ لري یا د زيات وزن په ناروغۍ اخته کسان کېدی شي له داسی یوه حالت سره مخامخ شي.

نیروماسکیولر مانیتور چې یوه کوچنۍ دیجيټل وسیله ده کولی شي د اعصابو او عضلاتو هرډول خوځښت کشف کړي په ځانکړي ډول داسې حرکتونه چی په سترګو نه ليدل کېږی او نه هم لمس کېږي.

خو هر روغتون دغه وسیله نه لري او یا ترې کار نه اخلي.

په ټوله نړۍ کې د عملیاتو پر مهال د نیرو ماسکیولر مانیتور کارول یو ډول نه دي او د دغې وسیلې کارولو ته کومه ځانګړې طبی تګلاره نشته.

خو کارپوهان وایي اوس یې وخت را رسېدلی چې د ننۍ عصري انستیتک یا بی هوښۍ کارولو سره يو ځای د دغې دیجيټال وسیلې کارول لازمي شي تر څو د عملیاتو پر مهال د ناروغانو پر هوښ راتللو مخنیوی وشي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب