یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکابلوف، روسیه لا هم په طالبانو کې د پام وړ نفوذ لري

کابلوف، روسیه لا هم په طالبانو کې د پام وړ نفوذ لري

تاند (سې شنبه، د میزان ۲۰مه) د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازی ضمیر کابلوف وايي، په افغانستان کې د طالبانو په تحریک کې روسیه لا هم د پام وړ نفوذ لري.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، کابلوف، چې د روسیې د باندنیو چارو وزارت د اسیا د چارو ريیس هم دی، نن / سې شنبې / د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل «هو، د پام وړ نفوذ لا هم لرو. طالبان روسیې ته په درنه سترګه ګوري، د یوه ستر هیواد په توګه نه بلکې د نړیوالې ټولنې د یوه اغېزمن غړي په توګه. دوی په دې پوهیږي چې روسیه یو اغېزمن نړیوال قدرت دی او د نورو زبرځواکونو په غوښتنو کې د انډول راوستلو توان لري.»

کابلوف ټینګار وکړ چې افغانان قدردان خلک دي.

«دوی به هڅکله دا هېر نه کړي چې کله دوی په پوځي او سیاسي جګړه کې بوخت وو، موږ انډول رامنځته کړ او د طالبانو په اړه مو منصفانه قضاوت وکړ.»

په همدې حال کې نن د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په دې اندېښنه ښکاره کې چې په افغانستان کې له امریکا او ناټو د ملیاردونو ډالرو وسلې د ورانکارو لاس ته ونه لوېږي.

لاوروف، له ناټو څخه په افغانستان کې پاتې وسلې باید د ورانکارو لاس ته ورنه شي

1 COMMENT

  1. نوي روسان لکه رڼډۍ داسي دي دوۍ ياد نه لري همدغه پوتين وه سي امريکايانو ته اډې ورکړي او په طالبانو يې را مرش کړل. هغه پوتين نه وه سي ويل يې موږ شمالي داړو ته طالب په ضد وسلې ورکوو؟ دغه شرميدلي کله شرم لري بيا به امريکا طالب جان ته لکه شمالي داړو ته ډالر وروشيندي او روس به بيا په خالي ميدان پاته سي. هسي وخت ذايعه کوۍ روسانو ډير زر به امريکا طالب جان درنه واخلي او طالب جان به امريکا لکه دده پلار مجاهد د جهاد ملګری ووايي. روسي کابوفه ! امريکايان خو ډالر شيندي تاسي به څه شئ وشيندۍ سي چور او چپاول مو لکه مجاهدينو پخپل هيواد جوړ ده ؟ د تاسي خلک له لوږې مري او په کمونيزم پسې په کليساوو کې دعاوي کوي.
    Вы Тепер как международные проститутки

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب