یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهلاوروف، له ناټو څخه په افغانستان کې پاتې وسلې باید د ورانکارو...

لاوروف، له ناټو څخه په افغانستان کې پاتې وسلې باید د ورانکارو لاس ته ورنه شي

تاند(سې شنبه، د میزان ۲۰ مه) د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وايي، له افغانستانه د ناټو او امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته باید د ورانکارو لاسونو ته د هغوی د وسلو د لوېدو مخه ونیول شي.

روسیه اندېښنه لري چې له امریکا او ناټو څخه د ملیاردونو ډالرو په ارزښت پاتې شوې وسلې به د داعش او القاعده په شان ورانکارو ډلو ته په لاس ورشي.

لاوروف نن / سې شنبه د متقابل اعتماد جوړولو په نوم د بهرنیو چارو وزیرانو په کنفرانس کې دا مهمه وبلله چې له ناټو او امریکا څخه پاتې شوې وسلې د ورانکارو لاس ته ونه لوېږي.

ده وویل، له افغانستانه د ناټو ځواکونو په بیړه وتلو د دغه هیواد وضعیت لا پېچلی کړ. په دغه هیواد کې ډېرې وسلې او مهمات پاتې شول. ډېره مهمه ده چې دا وسلې د ورانکارو هدفونو لپاره ونه کارول شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه «طالبانو ویلي چې غواړي چې د مخدرو موادو له کاروبار سره مبارزه وکړي، د سیمې په ګاونډیو هیوادونو کې بې ثباتي رامنځته نه کړي، د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره هڅې وکړي. د دغو ټولو ژمنو عملي کېدا لومړیتوب دی.»

لاوروف د افغانانو د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو د بشری حقونو یادونه ونه کړه.

تر دې مخکې هم روسي چارواکو کله نه دي ویلي چې طالبان دې د ښځو د تعلیم او کار په شمول بشري حقونه رعایت کړي.

1 COMMENT

  1. سرګي لاروف ګوزکه! تاسو روسان زموږ د وطن د تاریخ ننګ او شرم و ګرځېداست، افغانان نن سبا ستاسو په یارانه شرمیږي، تاسو ته بهتره ده چي زموږ په اموراتو کي ځان را ګډ نکړی، کنه لا نوره بې آبي به مو په برخه سي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب