یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهطالبان نن د اروپایي ټولنې له پلاوي سره ویني

طالبان نن د اروپایي ټولنې له پلاوي سره ویني

تاند:( سې شنبه، د ميزان شلمه) ټاکل شوې، چې نن د قطر په پلازمېنې دوحه کې د طالبانو د اسلامي امارت یو پلاوی د اروپایي ټولنې له پلاوي سره وویني او پر ځینو موضوعاتو ورسره وغږیږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي دا خبره تېره شپه په یوه څېړنیز انستیتوت کې د وینا پر مهال وکړه.

هغه د دې لیدنو په اړه ډېر جزییات ورنه کړل، خو ټینګار یې وکړ، چې طالبان له نړۍ سره مثبتې او متقابلې ښې اړیکې غواړي.

د اروپايي ټولنې سرچينو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

دغې ټولنې مخکې د طالبانو لخوا د بشري حقونو د نقض او سخت دريځو مفکورو د حاکمولو له کبله توندې نیوکې کړې وې.

له دې سره، اروپايي ټولنه په افغانستان کې د ژور شوي اقتصادي او بشري ناورين له کبله طالبانو سره ځينو تعاملاتو ته مجبوره ګڼل کېږي، څو د دوی په همکارۍ او تفاهم له افغانانو سره مرستې وکړي.

معلومه نه ده، چې د طالبانو او اروپايي ټولنې په پلان شوې لیدنه کې به کوم موضوعات بحث شي.

په وروستيو ورځو کې طالبانو د قطر په منځګړيتوب له امریکا متحده ایالاتو سره هم په دوحه کې لیدنې او مذاکرات لرل.

تمه کيږي، چې طالبان او نور هېوادونه به سمدستي افغانستان ته د بشري مرستو د زر استولو په اړه هوکړو ته ورسيږي او د شديد فقر له کبله د رامنځته کيدونکې بشري فاجعې مهارولو ته به ګټور تمام شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب