یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د راشدخان له نظره ۵ غوره لوبغاړي

د راشدخان له نظره ۵ غوره لوبغاړي

تاند (سې شنبه، د میزان ۲۰مه) د افغانستان د کرکټ نامتو لوبغاړي راشدخان په متحده عربي امارات او عمان کې د نړیوال شل اوره جام سیالیو په درشل کې د دې جام ۵ تر ټولو تکړه لوبغاړي څرګند کړل.

د کرکټر ټکی کام د راپور له مخې، په زړه پورې دا ده چې راشد خان په دغو پنځو تنو کې خپل نوم نه دی شامل کړی حال دا چې دی له څو کلونو راهیسې په شل اوره سیالیو کې د نړۍ تر ټولو غوره باولر دی.

د راشدخان په نظر تر ټولو ښه لوبغاړی یا لومړی نمبر لوبغاړی د هند ویرات کوهلي دی.

د راشدخان په باور دوهم ښه لوبغاړی د نیوزیلنډ ویلیمسن دی. د جنوبي افریقا ویلییرس د راشد خان په لیست کې درېیم ښه لوبغاړی دی.

څلورمه نومره یې د ویسټ انډیز کیرون پولارد ته ورکړې او پنځم ښه لوبغاړی یې د هند هاردیک پاندیا بللی دی.

د کرکټ نړیوال شل اوره جام سیالۍ د روان اکتوبر په ۱۷ مه / یکشنبه پیلېږي.

افغانستان په دې سیالیو کې له هند، پاکستان او نیوزیلنډ سره په بي ګروپ کې دی او لومړی مسابقه به یې د اکتوبر په ۲۵ نېټه او دوهمه د اکتوبر په ۲۹ نېټه له پاکستان سره وي. په لومړۍ مسابقه کې د افغانستان سیال لا معلوم نه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب