یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهعمران خان: طالبانو ته نه پاملرنه افغانستان ۲۰ کاله پخواني وضعیت...

عمران خان: طالبانو ته نه پاملرنه افغانستان ۲۰ کاله پخواني وضعیت ته ستنوی شي

تاند:( سې شنبه، د ميزان شلمه) د پاکستان صدراعظم عمران خان په یوه تازه مرکه کې یو ځل بیا له نړیوالو غوښتي، چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره تعامل وکړي.

هغه په ورته وخت کې خبرداری ورکړی، چې که طالبانو سره تعامل ونه شي، په دوی کې داسې ډلې لا هم شته، چې افغانستان ۲۰ کاله پخواني حالت ته ستنولای شي.

عمران خان په دې اړه نور جزییات ورنه کړل، خو ټینګار یې وکړ، چې نړۍ له طالبانو سره له تعامل او همکارۍ پرته بله لاره نه لري.

معلومه نه ده، چې د طالبانو په منځ کې د سخت دریځو ډلو له موجوديت څخه د عمران خان موخه کومې ډلې دي؟

يو شمير شنونکي حقاني شبکه د طالبانو تر چتر لاندې تر ټولو خطرناکه او پاکستان ته ډېره نيږدې ډله ګڼي.

دغه شبکه د تېر جمهوري نظام پر مهال په افغانستان کې د امريکا د سفارت په ګډون د تر ټولو پېچلو بریدونو په ترسره کولو تورنه ده.

د يادې شبکې مشر سراج الدين حقاني، چې د متحده ايالاتو او ملګرو ملتونو د نړيوالو بنديزونو په تور لیست کې شامل دی، د طالبانو د کورنيو چارو وزير په توګه دنده ترسره کوي.

متحده ایالاتو، تر هغې وروسته چې سراج الدين حقاني د طالبانو د کورنيو چارو وزير اعلان شو، د هغه د وژلو او نيولو په سر خپله پینځه میلیون ډالري جايزه ۱۰ میلیونه ډالرو ته لوړه کړه.

شنونکي فکر کوي، چې پاکستان د ورته خبرداريو په ورکولو غواړي، چې نړۍ وډاره کړي، څو طالبانو سره تعامل وکړي او پاکستان هم د دې ډلې د واک ته رسولو سزا نه معاف شي.

د پاکستان په ګډون د نړۍ هیڅ هېواد، سره له دې چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ نيږدې دوه مياشتې پوره کيږي، خو تر اوسه هیچا دوی په رسميت نه دي پېژندلي.

1 COMMENT

  1. پاکستان همغه دوه مخی پاکستان دی چی ۲۰ کاله مخکې و او په دوه مخۍ او منافقت باندی شهرت ته رسیدلی او ځینو خلکو ورته د هغه هیواد چی له شا نه په چاقو وارکوی لقب ورکړی دی.
    همدغه راز تالبان هم همغه خره او وحشیان دی چی ۲۰ کاله مخکی و او هیڅ ډول د انسانیت لورته تغیر ورپکی نه دی راغلی.
    یوازینی تغیر چی راغرلی هغه دا دی چی تالبان اوس ډیر دروغ وايی او په خپلو خبرو او وعدو نه دی ولاړ او نور هم د پاکستان د ګټو لپاره د افغانستان ملی ارزښتونه په ډیره بی باکۍ تر خپو لاندی کوی او د افغانانو په ذلیله کولو ورنه د وفادارۍ سرټیفیکټونه اخلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب