Homeخبرونهبشردوست: پاکستان د افغانستان له خاورې امريکا ضد بلاک تقویه کول غواړي

بشردوست: پاکستان د افغانستان له خاورې امريکا ضد بلاک تقویه کول غواړي

تاند:( سې شنبه، د ميزان شلمه) د ولسي جرګې پخوانی غړی رمضان بشردوست پر پاکستان تور پورې کړی، چې له افغانستان څخه د امریکا متحده ایالاتو پرضد د سیمه ییز بلاک جوړیدو او پياوړتیا لپاره غواړي ګټه واخلي.

نوموړي په یوه ټلویزوني مرکه کې وویل، چې په وروستیو کې به متحده ایالاتو د پاکستان دغه هڅه درک کړې وي.

بشردوست هيله من دی، چې متحده ایالاتو به له وروستيو تحولاتو سره د پاکستان دا پلان په ښه توګه درک کړی وي او ورته په کتو سره، به د دغه هېواد په اړه لازم تدابیر ونیسي.

روسيه، چین، ايران او دغه راز د روسیې تر اثر لاندې د منځنۍ اسيا هېوادونه ټول له طالبانو سره نيږدې اړيکې لري، خو يوه هم د پاکستان په ګډون تر اوسه پورې د طالبانو رژيم په رسميت نه دی پېژندلی.

د دغو هېوادونو يو شمېر چارواکو له طالبانو سره منظمې اړيکې ساتلي، خو عملا هیڅ هېواد له طالبانو څخه د واضح ملاتړ خبره نه ده مطرح کړې.

د طالبانو تر ټولو لوی حامي پاکستان، چې ۲۰ کاله مخکې يې د طالبانو د واکمنۍ په ړنګولو کې له متحده ايالاتو سره تر ټولو هېوادونو ډېره مرسته کړې او امريکا ته يې د طالب ضدو بريدونو اډې ورکړي، ولسمشر يې عارف علوي اوړمه ورځ له خلیج نيوز سره د مرکې پر مهال له طالبانو سره د پاکستان هر ډول همکارۍ رد کړې او يوازې د بشري همکاريو موضوع يې تایید کړه.

طالبانو بيا ټينګار کړی، چې منځلاری او خپلواک بهرنی سیاست مخته وړي او د پاکستان په ګډون به د هيڅ هيواد تر اغېزې لاندې نه راځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...