یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهننګرهار: مدني فعال عبدالرحمن معاون ووژل شو

ننګرهار: مدني فعال عبدالرحمن معاون ووژل شو

تاند:( سې شنبه، د ميزان شلمه)د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې نن ماسپښین ناڅرګندو وسله والو د عبدالرحمن معاون په نوم يو مدني فعال وژلی دی.

د هغه د کورنۍ غړو ويلي، چې نوموړی په چهل مترې سيمه کې يوه واده ته ورغلی و.

ويل شوي، چې معاون په يوه ريکشه کې د سپرو وسله والو لخوا لومړی په ډزو ټپي شوی او بيا مړ شوی دی.

د نوموړي د وژلو مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

عبدالرحمن معاون د ځوانانو د ملي يووالي په نوم د يوې ټولنې مرستيال او د ننګرهار ولايت له مطرحو مدني فعالانو څخه و.

هغه د تېر جمهوري نظام په وخت کې ډېر کله د حکومت منتقد او اصلاح غوښتونکی و.

د ننګرهار يوه مدني فعال د نوم نه خپريدو په شرط تاند وېبپاڼې ته وويل، چې د دې ولايت وضعيت تر بل هر وخت ډېر کړکېچن شوی او هره ورځ لسګونه تنه په مرموز ډول وژل کيږي.

په ننګرهار کې د طالبانو چارواکو د ډېرو نورو پېښو په شان د نننۍ دغې هدفي وژنې په اړه هم رسنيو ته څه نه دي ويلي.

2 COMMENTS

  1. دا مرموزی او په پټه وژنی د تالب دواکمتۍ یوه لویه برخه جوړه شوی ده.
    یا تالبان او جنګیالی يی پدی مدموزو او پټو وژنو کی لاس لری چی عام خلک وویروی چی څوک د تالب په مقابل کی د خبری جرات هم ونه شی کولی او که نه نو باید مخه يی ونیسی.
    په هرصورت کی تالب يی مسولیت په غاړه لری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب