Homeخبرونهاروپايي اتحادیې افغانستان ته یو ملیارد او ۲۰۰ ملیون یورو مرسته...

اروپايي اتحادیې افغانستان ته یو ملیارد او ۲۰۰ ملیون یورو مرسته اعلان کړه

تاند(سې شنبه، د میزان۲۰) د اروپايي اتحادیې د کمیسیون مشرې اورزلا فوندرلین نن د افغانستان لپاره د یو ملیارد یورو مرسته اعلان کړه.

دا مرسته، چې یو ملیارد او ۲۰۰ ملیون ډالره کېږي، د افغانستان د ټولنیز – اقتصادي سقوط او د بشري ناورین د مخنیوي لپاره کېږي.

د اروپايي اتحادیې مشرې دا مرسته نن د جي شل یا د نړۍ د ۲۰ سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو په غونډه کې اعلان کړه.

د جي شل هیوادونو دا انلاین غونډه پر افغانستان د خبرو لپاره رابلل شوې ده.

د جي شل په دې سرمشریزه کې، چې د ایټالیا په کوربه توب جوړه شوې د امریکا ولسمشر جو بایډن, او د هند صدراعظم نریندرمودي هم ګډون لري. خو د چین ولسمشر کشي جینپینګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپل استازي لېږلي دي.

د اروپايي اتحادیې له لوري یو اعشاریه ۲ ملیارده اعلان شوې مرسته پر پخوانۍ مرسته سربېره ده. تر دې مخکې اروپايي اتحادیې له افغانستان سره ۳۰۰ ملیون یورو بشري مرسته اعلان کړې وه.

تېره میاشت د سویس په جینیوا کې له افغانستان سره دوولس سوه ملیون ډالرو مرستې ژمنه شوې وه.

اردوغان: افغانستان ته باید شا وانړول شي

سرمشریزې ته د ترکیې ولسمشر رجیب طیب اردوغان وویل، نړیواله ټولنه د افغانستان خلکو ته شا نه شي اړولی او د افغانستان ثبات د ټولو هیوادونو لپاره مهم دی.

اردوغان وویل «دا د نړیوالې ټولنې په خیر نه ده چې افغانانو ته شا واړوي، یا دا هیواد پر خپل حال پرېږدي.»

ده د افغانستان امنیت او ثبات د درستې نړۍ لپاره مهم وباله او د همدې لپاره یې وړاندیز وکړ چې د جي شل تر مشرۍ لاندې دې یوه کاري ډله جوړه شي.

ده دا هم وویل چې ترکیه غواړي چې د دې ډلې مشري وکړي.

2 COMMENTS

  1. دا مرستی باید د یوې صالح دستګاه لخوا کنترول او د افغان مظلوم وولس لاس او ستونی ته ورسیږی نه دا چی د جاهل او مزدور طالب له لیاری د پنجابی جنرالانو او ملایانو خېټی ته ولویږی.

  2. د طالبانو په لهجه د کفارو او ملحدينو نه مننه چې د نورو اسلامي نړيوالو په مقابل کې يې له افغانانو سره مرستې ته ټټر وواهه، خو افغان ولس بيا هم شرم نه لري د عربو او ګاونډيو هېوادونو غلامي ته يې سر ټیټ نيولی او په ځان او مال يي واکداران کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...