یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمحسن داوړ: پښتانه ترهګر نه دي، عمران خان دې بښنه وغواړي

محسن داوړ: پښتانه ترهګر نه دي، عمران خان دې بښنه وغواړي

تاند ( سې شنبه، د ميزان شلمه) د ډيورنډ کرښې د هغې غاړې د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ د پاکستان پر صدراعظم عمران خان د يوې وروستۍ مرکې له کبله يې نيوکې کړي دي.

عمران خان په يوه تازه مرکه کې د پاکستان د طالبانو تحريک ټي ټي پي يو پښتون جريان ګڼلی دی.

محسن داوړ د هغه دا څرګندونې د پښتنو د ترهګر ګڼلو هڅه ګڼلې او غندلې ده.

نوموړي له عمران خان څخه غوښتي، چې د دې څرګندونو له امله له پښتنو څخه بښنه وغواړي.

عمران خان د نورو ملتپالو پښتنو له توندو غبرګونونو سره هم مخ شوی.

د دوی په باور، تحريک طالبان پاکستان د پاکستاني استخباراتو يوې پروژې ته ورته هڅه ګڼلای شي، ځکه پاکستاني استخبارات په دې ډول د پښتنو مدني او واقعي نماينده ادرسونه کمرنګه کول غواړي.

پاکستاني پوځ او استخباراتو له څو کلونو راهيسې، د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ له پیلیدو سره په مختلفو بڼو هڅه کړې، څو دا غورځنګ تخريب او ورته خنډونه جوړ کړي.

څو ځله د دې خنډ جوړولو د هڅو په ترڅ کې، پاکستاني استخباراتو پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستاني طالبانو په وسيله هم ګواښلی او د فعالیتونو د پراختیا خنډ شوی يې و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب