یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمیرکل: افغانستان باید مالي پاشلتیا ته پرې نه ښودل شي

میرکل: افغانستان باید مالي پاشلتیا ته پرې نه ښودل شي

تاند (چهارشنبته، د میزان ۲۱مه) د جرمني صدراعظمې انګیلامیرکل نړیوالې ټولنې ته خبرداری ورکړ چې پرېنږدي چې افغانستان د ګډوډۍ ښکار شي.

دې وویل، د افغانستان له اقتصادي پاشلتیا هیڅ نه شي ترلاسه کېدای.

اغلې میرکل دا څرګندونې له افغانانو سره د مالي مرستې په خاطر د جي شل یا شلو سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو په انلاین سرمشریزه کې وکړې.

په دې غونډه کې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن په دې ټینګار وکړ چې مرستې باید د خپلواکو نړیوالو موسسو له لارې ورکړل شي او باید طالبانو ته په مستقیم ډول ورنه کړل شي.

د جي شل په سرمشریزه کې د اروپايي اتحادیې مشرې اورزلا فوندیرلین افغانستان او د دغه هیواد هغو ګاونډیو ته، چې افغان کډوال پکې اوسي، یوملیارد او ۲۰۰ ملیون ډالره مرسته اعلان کړه.

مېرمن میرکل، چې د جرمني په تاریخ کې یوه ډېره بریالۍ صدراعظمه ګڼل کېږي، د تېرې میاشتې په انتخاباتو کې ونه درېده او ژر به د صدراعظمۍ له چوکۍ لېرې شي، د جرمني له لوري افغانستان ته د ۶۰۰ ملیون یورو مرستې د ورکړې پخلی وکړ.

دې خبریالانو ته ویل «که په افغانستان کې مالي سیستم وپاشل شي او یا اقتصادي سیستم سقوط وکړي، په موږ کې به هیڅوک ګټه ونه کړي.»

د جرمني صدراعظمې اندېښنه وښوده چې ۴۰ ملیونه انسانان (افغانان) له ناورین سره مخامخ دي ځکه چې برېښنا او مالي سیستم له لاسه ورکوي خو داسې باید ونه شي او دا باید د نړیوالې ټولنې هدف نه وي.

دې پر طالبانو ږغ وکړ چې د ملګروملتو ټولو ادارو ته اجازه ورکړي چې خلکو ته مرستې ورسوي او همداراز طالبان باید د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

د مېرمن میرکل څرګندونې د ایټالیا صدراعظم ماریو دراګي تایید کړې.

ایټالیا د دې غونډې کوربه و.

د ایټالیا صدراعظم وویل، نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره په تماس کې وي خو د دې معنا به د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندل نه وي.

د شلو سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو مشرانو په دې هم خبرې وکړې چې څرنګه افغانستان له دې راوګرځوي چې د القاعده او اسلامي دولت په شان د تروریستانو په مرکز بدل نه شي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب