Home+په دې ورځ سپینه ماڼۍ جوړه شوه

په دې ورځ سپینه ماڼۍ جوړه شوه

تاند (چهارشنبه، د اکتوبر ۱۳مه) له نن څخه ۲۲۹ کاله پخوا د ۱۷۹۲ کال په دې ورځ د سپینې ماڼۍ د جوړېدا کار پیل شو.

د ودانۍ ځای د امریکا لومړني ولسمشر او موسس جورج واشنګټن یو کال مخکې یعني په ۱۷۹۱ کې غوره کړی و.

د واشنګټن ډي سي ښار د نقشې ډیزاینر پیر چارلس ایل اینفانټ د سپینې ماڼۍ نقشه جوړه کړه. د ده لومړنۍ نقشه د اوسنۍ سپینې ماڼۍ څلور برابره ستره وه خو جیمز هابن کوچنۍ کړه او نور بدلون یې هم پکې راوست.

سپینه ماڼۍ د امریکا تر کورنیو جګړو او تر هغه هم راوروسته د دغه هیواد تر ټولو ستره ودانۍ ګڼل کېده.

په دې ودانۍ ټولټال ۲۳۲۳۷۲ ډالره لګول شوي او جان اډمز لومړنی ولسمشر و چې په هغې کې یې په داسې حال کې واړول چې د ودانۍ کار لا بشپړ شوی نه و.

د ۱۸۱۴ کال په اګست کې د امریکا د متحدو ایالتونو له لوري په یورک او اونتاریو کې د کاناډا د حکومت ودانیو ته د اور اچولو په بدل کې بریتانیايي پوځیانو سپینې ماڼۍ ته اور ورته کړ.

په ۱۹۰۲ کې ولسمشر تیودور روزویلټ د ودانۍ پراخ ترمیم پیل کړ او د ولسمشر د دفتر لپاره یې نوی ځای خوښ کړ. وروسته نورو ولسمشرانو هم سپینه ماڼۍ بیارورغوله.

سپینه ماڼۍ ۱۳۲ خونې، ۳۵ تشنابونه، ۴۱۲ دروازې، ۱۴۷ ورسۍ، ۲۸ دېوالي بخارۍ، ۸ زینې او ۳ لیفټونه لري.

سپینه ماڼۍ په مختلفو وختونو کې په بېلابېلو نومونو یاده شوې؛ لکه د ولسمشر ماڼۍ، د ولسمشر کور او د اجراییه مشر هستوګنځي خو اوسنی نوم (سپینه ماڼۍ) په ۱۹۰۱ کې ولسمشر تیودور روزویلټ رسماً ورکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...