یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهتاجکستان له صالح او مسعوده غوښتي چې غلي واوسي

تاجکستان له صالح او مسعوده غوښتي چې غلي واوسي

تاند(چهارشنبه، د میزان ۲۱) د تاجکستان حکومت د افغانستان د ولسمشر پخواني لومړي مرستیال امرالله صالح او د پخواني جهادي قوماندان احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود ته ویلي چې ځانونه ډېر ښکاره نه کړي.

د تاجکستان حکومت د ملي مقاومت جبهې له مشرانو دا غوښتنه وروسته له دې کړې چې طالبانو په بدخشان ولایت کې د تاجکستان پولې ته څېرمه انتحاریان ځای پر ځای کړل او تاجکستان ته یې په غیرمستقیم ډول خبرداری ورکړ.

د هندي رسنیو د راپور له مخې، تاجکستان په داسې حال کې احمد مسعود او امرالله صالح ته ویلي چې په تاجکستان کې د طالبانو پر ضد تبلیغات ونه کړي چې احمد مسعود د دوشنبې او پاریس ترمنځ تګ راتګ ته دوام ورکوي.

فرانسه له ډېر پخوا څخه د افغانستان له شمال ټلوالې په تېره بیا د مسعود له کورنۍ سره اړیکې پالي.

په پاریس کې څو تنو افغان شنونکو تاند ته وویل چې فرانسه په دغه هیواد کې د یو شمېر ایرانیانو د تبلیغاتو او نفوذ له کبله د افغانستان د شمال ټلوالې ته نژدې شوې ده.

د دوی په وینا، دا ایرانیان، چې د ایران د اسلامي انقلاب له وخته په فرانسه کې اوسي، د دغه هیواد په دولت کې ژور نفوذ لري او له بلې خوا احمدشاه مسعود د جهاد په کلونو کې له خبریالانو په تېره بیا فرانسوي ژورنالیستانو سره ژورې اړیکې جوړې کړې وې. مسعود هماغه وخت لا پوهیده چې رسنۍ څومره اهمیت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب