یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهمتقي د اروپايي ټولنې سفیرانو سره لیدلي

متقي د اروپايي ټولنې سفیرانو سره لیدلي

تاند:( چار شنبه، د ميزان يوويشتمه)‏ا د طالبانو د سرپرستې کابينې د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي پرون د قطر په پلازمېنه دوحه کې د اروپايي ټولنې اوامريکا متحده ايالاتو له سفيرانو سره په يوه ګډه غونډه کې لیدلی.

په دې غونډه کې متقي ويلي، چې د طالبانو پر حکومت فشارونه بې پايلي دي او په کار ده، چې اوس يې له حکومت سره همکاري وشي.

طالب وزير دغه راز، خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې کمزوری حکومت نړۍ ته هم په ګټه نه دی.

د طالبانو په يوه اعلاميه کې راغلي، چې متقي په دې غونډه کې دافغانستان په اوسنۍ وضعیت، دنورو هیوادونو سره په اړیکو، په افغانستان کې په روانو اقتصادي ستونزو، بشري مرستو د نیمګړو اقتصادي پروژو په بیا پیل او جاري بندیزونو یې خبرې وکړې.

امير خان متقي دا هم ويلي، د‌ طالبانو اولیت په افغانستان کې د نیم میلیون مامورینو د تیرو میاشتو د معاشاتو اجرا کول او د نویو اقتصادي پروژوبیا پیل کول دي. نوموړي په دې اړه د نړیوالو نه غوښتنه کړې چې روان بندیزونه ختم کړي، بانکونه باید عادي فعالیت پیل کړي ترڅو خیریه بنسټونه موسسات او حکومت د خپلو منابعو او یا د نړیوالو د مالي مرستو له لارې خپلو مامورینو ته معاشات ورسوي.

ويل شوي، چې په دې غونډه کې د امريکا متحده ايالاتو او اروپايي ټولنې سفیرانو له افغانستان سره د عاجلو بشري مرستو په دوام له ټينګار سره، په دې اړه ځینې انديښې شريکې کړي دي..

په دوحه کې له امريکايي او اروپايي لوري سره د طالبانو د وروستيو ليدنو اساسي هدف د نړیوال ملاتړ او مشروعيت پیدا کولو هڅې ګڼل شوي.

د طالبانو منتقدین بيا باور لري، چې په زوره واک ته راغلې دغه ډله تر هغې چې ملي مشروعيت تر لاسه نه کړي، نړيوال به یې په هیڅ ډول په رسميت ونه پيژني.

پرون د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزير ډاکټر علي احمد جلالي وويل، چې طالبان پر ټاکنو باور نه لري، کومې لویې جرګې دوديز مشروعيت نه دی ورکړی او د بیعت په بڼه، چې دوی په زوره خلک د خپل‌ ناليدلي شوي امير تابع کول غواړي، دا د اسلامي شريعت خلاف کار دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب