یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهطالب جنګيالي هرات کې په زوره يوه ښځه نکاح کړې

طالب جنګيالي هرات کې په زوره يوه ښځه نکاح کړې

تاند:( چار شنبه، د ميزان يوويشتمه) دیپلومات مجلې په يوه راپور کې طالبان تورن کړي، چې يو شمېر افغان ښځې په زوره ‌ودوي او دا لړۍ په چټکۍ سره مخته روانه ده.

.دغې مجلې په يوه راپور کې د هرات د يوې واده شوې ښځې کيسه نقل کړې ده.

دا ښځه، چې د امنيتي ګواښونو له کبله يې نوم نه دی اخیستل شوی، ديپلومات مجلې ته ويلي، چې يوه طالب جنګيالي په زوره په نکاح کړې ده.

د‌‌ دغې ښځې په وينا، طالب جنګيالي ګواښ ورته کړی و، چې که نکاح ورسره ونه کړي، جنسي تیرۍ به پرې وشي او ماشومان به يې ووژل شي.

په راپور کې د طالب جنګيالي په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل شوي.

دا لومړی ځل دی، چې يوه نړيواله رسنۍ د طالبانو له بيا واکمنیدو سره دوی په اخلاقي فساد او داسې بشري نقض تورنوي.

څه موده مخکې يوې ايرانۍ خبریالی د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد سره د ځانګړې مرکې پر مهال ادعا وکړه، چې څو افغان ښځينه وو د دوی کورونو ته د طالب جنګياليو د ورتلو او پرې د جنسي تیري شکايت کړی، خو طالب وياند دا ډول ادعاوې بې بنسټه وګڼلې.

1 COMMENT

  1. ثابت سايبه ستاسو خبره پر ځاي ده: ښکرور درواغ او دافغانستان دښمنان به یی خپروي ځکه چي:

    تالبان خو جمعيتل لواطط ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب