شنبه, اپریل 27, 2024
Homeروغتیاد غاښونو د صفا کولو یو څو اسانه نسخې! / محمد مبین...

د غاښونو د صفا کولو یو څو اسانه نسخې! / محمد مبین هڅاند

روغ او صفا غاښونه د یو انسان په صحت او ښکلا کې ډېر زیات مهم رول لري، که د یو انسان غاښونه روغ وي نو دغه انسان به له ډېرو ناروغیو خلاص وي.

د یو رپوټ له مخې په نړۍ کې په ۳ کسانو کې یو کس هم خپل غاښونه په پوره ډول نه صفا کوي او که صفا یې هم کړي، د صفایۍ په طریقه یې سم نه پوهېږي.

لومړی: د غاښونو د صفایۍ برش باید ضرور په ۳ میاشتو کې دننه بدل کړئ شي، د دې ترڅنګ د غاښونو درې واړه طرفونه باید پاک شي، ځکه دا ډول صفایي د غاښونو څخه ټول د خوراک پاتې شوي ذرات له مینځه وړي.

دوهم: د غاښونو کریم او برش باید د ۴۵ سانتي ګرېد درجو حرارت کې کېښودل شي.

درېم: د لسو دقیقو څخه زیات ژاولو ژول هم د انسان غاښونو ته تاوان اړوي، ځکه د زیات وخت له پاره د ژاولو ژولو سره د ژاولو وړې ذرې په غاښونو کې پاتې کېږي او بله دا چې د ژاولو د زیاتو ژولو سره د معدې تېزاب په حرکت راځي چې دغه تېزاب د شیانو په هضم کې ډېره مرسته کوي.

1څلورم: د اتو توتیو(سترابېري یا توت زمیني)اوبو او نیمې وړې کاشوغې دوړو سوډا څخه یو محلول جوړ کړئ او بیا ورباندې غاښونه پاک کړئ.

زیاتره خلک خپل غاښونه سهار صفا کوي، خو د دې ترڅنګ باید غاښونه د خوراک کولو څخه وروسته او په خاص ډول د خوږو خوړو څخه وروسته ضرور پاک کړو، ځکه هم به مو خپل غاښونه د چينجنېدو ساتلي وي او هم به صفا وي.

ضرور ده چې خپل غاښونه په ۲۴ ساعتونو کې درې وارې صفا کړو د دې تر څنګ د خولې څخه د بد بوی د تلو د مخنيوي له پاره باید د خپلې ژبې د صفایۍ هم پوره پوره خیال وساتو.

4 COMMENTS

  1. ډیر ښکلی مالومات دی خداې دې لا نور پیاوړی کړه چې دا ډول مالومات مونږ سره کړې

  2. محترم هڅاند صیب!
    سلامونه او نیکې هیلې!
    ډېره ګټوره نسخه دې وړاندې کړې. کور آباد، بچی لوی.
    خو په دوو ځایونو سم پوی نشوم:
    لومړی: له آتو توتیو نه مو مطلب آته دانې توتان دي؟
    دوم: د وړو «وډا» نه مو مطلب د وړو «سوډا» ده؟
    ستاسې د ځواب په هیله
    درناوی
    هیواد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب