ژباړه : سحرګل سحر –
که چیري تاسي فکري ناروغي لرئ نو ښه کار کول ستاسي سره په دې برخه کي مرسته کوي.
دا خبره په کاناډا کي په یوه نوې طبي څیړنه کي مالومه سوې ده.
د سایمن فریسر او برټش کولمبیا پوهنتونو د څیړني له مخي کوم خلک چي ښه کار کول د ځان عادت وګرځوي هغوئ ته د نابلدو خلکو سره ملګری کېدل آسانه کیږي.
په څېړنه کي ښودل سوي چي ښه کار کول خلک له پردیو خلکو سره یوځای کېدو ته زړه ښه کوي. همدارنګه هغه خلک چي په روحي ناروغیو اخته وي له نورو خلکو سره ملګرتیا ته زړه نه ښه کوي او د هغوئ ملګري هم ډېر کم وي.
د ښه کار او ډیرو ملګرو په مرسته په انسان کي د ښه احساس کولو وړتیا پیدا کیږي.