یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeروغتیاد سينې سرطان: څنګه ځان ژغورلی شئ؟ ډاکټر نجيب ننګيال

د سينې سرطان: څنګه ځان ژغورلی شئ؟ ډاکټر نجيب ننګيال

 په نړۍ کې هر کال شاوخوا يو نيم مليون مېرمنې د سينې په سرطان اخته کېږي. هر کال 2 لکه امريکايې مېرمنې د سينې له سرطان سر مخ کېږي. په افغانستان کې د سينې د سرطان د ناروغانو کره ارقام نلرو خو دغه ناروغي مخ په زياتېدو ده. خو دا اوس هغومره د خواشينۍ خبره نه ده لکه 20 کاله د مخه چې وه. څېړنو، ښې درملنې او عامه پوهاوي  ډېره مرسته کړې. هغه مېرمنې چې عمر يې له 40 پورته وي، وزن يې زيات وي، په کورنۍ کې يې بل څوک د سينې له سرطان څخه کړېدلی وي، ډېر شراب څښي او يا هم حمل ضددرمل خوري  نو د سينې په سرطان د اخته کېدو امکان يې ډېر وي. نارينه هم د سينې په سرطان اخته کېدای شي خو ډېر کم او د ښځو په پرتله 100 وارې کم امکان يې شته. د نارينه و د سينې سرطان د سينې د سرطان د ټولو ناروغانو له ۱٪ څخه هم کمې دوسيې ثبت شوي دي. 
څنګه يې پېژندلی شو؟
د سينې سرطان مختلفې نښې لري. که دغه نښې مو وليدې نو حتما ډاکټر ته ورشئ.
– په سينو او تخرګ کې د غوټې Lump پيدا کېدل. شايد درد هم ونلري. 
– د سينو په رنګ، شکل او حجم کې تغير راتلل.
– د سينې پاړسوب، سوروالی او ګرم والی. که يې د پوستکي رنګ نارنج ته ورته اوښتی وي او سخت شوی وي. دا د سينې د سرطان پرمختللې بڼه ده.
– د تي سر Nipple دننه ننوتل.
– له تي څخه د وينې او زوو راوتل. 
حتمي نه ده چې پورتنۍ نښې دې د سرطان وي. نورې ناروغۍ هم کېدای شي. په سينو کې غوټې Lumps يواځې د سرطان له امله نه پيدا کېږي بلکې د مېرمنو مياشتني دوران Menstrual Cycle کې د تغيراتو له امله هم کېدای شي. په دغسې حالت کې مو ژر تر ژره له ډاکټر سره اړيکه ونيسئ. دغه نښې مېرمنې خپله هم معاينه کولای شي. ښه به وي که مېرمنې هره مياشت يو ځل په خپله د سينو معاينه وکړي. د امريکا د سرطان پوهنې ټولنه American Cancer Society وايي چې د 40 کالو د لوړ عمر لرونکو مېرمنو ته پکار ده په 2 کالو کې يو ځل حتما د سينو عکس Mammography واخلي. تر څو پر وخت پاملرنه يې وژغوري.
1د درملنې لارې چارې يې:
د دې لپاره چې مالومه شي چې په سينه کې شته غوټه مو سرطان دی که نه نو ډاکټران له مختلفو معايناتو کار اخلي. 
1- د سينو عکس اخېستل Mammography. 
2ـ د پيچکارۍ او يا هم جراحۍ  له لارې د غوټې د انساجو څخه نمونه اخيستل Biopsy تر څو د نورو معايناتو لپاره ولېږل شي. 
3ـ که مالومه شي چې د سينې سرطان لرئ نو ډاکټر مو د درملنې لپاره مناسبه لاره غوره کوي.  دسينې غوټې مو لرې کوي چې Lumpectomy يې بولي.  شايد سينې مو بيخې لرې کړي چې Mastectomy يې بولي. هغه مېرمنې چې د ښکلا د خرابېدو اندېښنه لري کولای شي د سينو پلاستيکې جراحي وکړي. چې Breast Reconstructive Surgery يې بولي. همدا راز د شعاګانو په وسيله يې هم درملنه کېږي چې د درملو د خوړلو تر څنګ يې اغېز زيات وي. دغې درملنې ته Radiotherapy وايي. د درملو له لارې درملنې ته يې Chemotherapy وايي او د نورو په څېر جانبي عوارض هم لري. لکه زړه بداوی، کانګې، د ستړيا احساس او د وېښتانو د لاسه ورکول.
1د سرطان ناروغان له درملنې وروسته شايد په رواني ناروغيو اخته شي. ناروغ بايد ځان د فامېل په کارونو، د ملګرو په بنډارونو او د ژوند په نورو چارو مصروف وساتي. د کورنۍ او ملګرو ډاډينه يې ډېره مرسته کولای شي.
—————–
 د سرطان په اړه نورې لیکنې:

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب