دوشنبه, مې 6, 2024
Homeمقالېاسلامد صبر او زغم مياشت/ محمد ابراهیم سپېڅلی

د صبر او زغم مياشت/ محمد ابراهیم سپېڅلی

موږ پر لوی خدای ګران يو، چي سږکال يې يو واربيا د خير او برکت مياشت (روژه) راورسوله.

ددې مياشتي په فضلت او نېکمرغۍ کتابونه ډک دي ،ديني عالمان هره ورځ د همدې بختوري مياشتي د ښېګڼو په اړه موږ ته نصحيتونه کوي.

د اسلام ستر لارښود فرمايي، (هر شي لره زکات سته، د بدن زکات روژه ده) همدغه د اسلام پاک پېغمبر بل ځای فرمايي، روژه د نورو مياشتو سرداره ده او په دې مياشت کي طاعت او عبادت د نورو مياشتو په پرتله لوړي درجې لري.

له بده مرغه همدااوس په سره ګرمۍ کي زموږ په ولايت کندهارکي داسي کورنۍ سته، چي د روژه مات او پېشلمي پر ډوډۍ قدرت نه لري، خو نوربيا دونده شتمن کسان هم لرو، چي په دې پوري حيران دي، چي دا رنګارنګ مېوې او خوراکونه په چا وخوري مګر د خوار انوپه حال ځان نه خبروي.

همدااوس که ښار ته سر ور ايسته کړې اکثره قصابان، نان وايان او نور کسبه کاران خپلو رانيونکو ته چړې تېرې کوي او د لسو شی په پنځلس او شل افغانۍ ورکوي، که ورڅخه پوښتنه وکړې، چي داولي؟ تندی تريو کړي واي روژه ده ، داعيال هم يوڅه غواړي او کنه ؟

په نوره نړۍ کي د روژې د مبارکي مياشتي لپاره په بازار کي د خوراکي او غيري خوراکي شيانو په نرخونو کي ځانګړی کمښت راولي، ليکن دلته خبره سرچپه ده.

اسلام موږ ته وايي، روژه د صبر او زغم مياشت ده، ليکن زموږ او ستاسي په کليو او ښار کي اکثره شخړي په همدغه مبارکه مياشت کي کيږي ، همدااوس په بازار کي اکثرو خلکو ته، چي وګورې سترګي چپه چپه اړوي ، روژه يې خپله نيولې وي، احسان يې پر نورو خلکو اچوي.

دا تېره ورځ مي د لسو دقيقو په دوران کي پر يوه سړک درې بېلا بېلو خلکو د حملو شخړي وليدې او پر ناحقه يو او بل ته سره او شنه کېدل. داسي کړنو ته د اسلام پاک دين په کرکه ګوري.

که په دې مياشت کي عبادت د نورو مياشتو په پرتله زيات ثواب لري نو په دې مياشت کي ناوړه چلند هم د نورو مياشتو پر تله زياته ګناه لري.

د روژې په مبارکه مياشت کي زموږ د ځينو خلکو يوه بله ستونزه داده، چي د روژه مات پرمهال خپل د کور کوچنيان کوځې ته شړي او ورته وايي تاسي ولاړسئ دباندي بازۍ وکړئ او موږ روژه مات پر کراره وکړو.

دلته بايد ژور فکر وسي، چي روژه، خو يوازي د يوې کورنۍ نه ده ، نورو ګاونډيانو هم روژه نيولې ده، هغوي هم غواړي، چي د روژه مات په وخت کي يو ګړی ارام وکړي.

تاسي، چي د خپلو ماشومانو د نارو او چيغو توان نه لری، نو آيا نورڅوک به څنګه د روژه مات پرمهال ستاسي د اولادونو نارې وزغمي؟ که مو پام کړی وي پردغه وخت هم اکثره ګاونډيان له يو اوبل سره لاس اچوي او د ټولي ورځي په زحمت د نيول سوي روژې ثواب تاواني کوي.

اسلام ټولنيز دين دی او غواړي ټول پيروان يې نه يوازي د روژې په مياشت کي بلکی هره ورځ، هره اوونۍ، هره مياشت او بالاخره ټول ژوند د اسلامي ټولني په چوکاټ کي تېر کړي.

روژه موږ ته د زغم، صبر او يووالي درس راکوي، بايد هر وخت په ځانګړي ډول په دې الهي مياشت کي خپل ځانونه مهار کړو او په رښتيا سره دغه بدني زکات پرځای کړو.

د مسکينانو، ګاونډيانو او نورو خوارانو په حال ځان خبرول د همدې مياشتي له درسونو څخه دي، همدا لوږه تنده او ستړيا موږ د هغو ستړو، تږو او وږو په حال خبروي، چي په کا ل يې پر نغري کټو نه ده باندي سوې.

نو ښه خبره داده، چي ځانونه په ټولو چارو کي د اسلام پر دين عيار کړ، ترڅو د اخري زماني له بلاګانو مو ځانونه ژغورلي وي.

———————

دغه ليکنه د (سمون ) اوونيزي په ۷۲ يمه ګڼه کي هم خپره سوې ده

۱۸ – ۰۶ – ۲۰۱۵

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب