شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد هېواد ۱۷ ولایتونو کې د ۴۱۳ میلیونه افغانیو پروژې پلې کېږي

د هېواد ۱۷ ولایتونو کې د ۴۱۳ میلیونه افغانیو پروژې پلې کېږي

تاند، سه شنبه، د سرطان ۳مه: د کلیو پراختیا وزارت په ۱۷ ولایتونو کې د ۴۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۵۷ پروژو د قراردادونو د لاسلیک خبر ورکړ.

د وزارت لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو پروژو کې د اوبه خور ۸ کانالونه، ۱۷استنادي دیوالونه، ۱۱ ګابیوني دیوالونه، دویمه درجه یو سړک، پنځه کاریزونه، د پلچکونو او پلونو څلور پروژې، د کانکریټي سړک ۴ پروژې او یوه د سولر پمپ پروژه شامله ده.

وزارت وايي دا پروژې به په بدخشان، بادغیس، بغلان، بلخ، غزني، کابل، قندهار، خوست، کونړ، کندوز، لوگر، پکتیا، پنجشیر، پروان، سمنگان، سرپل او تخار ولایتونو کې تطبیق شي.

وزارت ټینګار کړی چې په دغو پروژو کې به ۱۳۲ زره کلیوالو ته ۱۰۲ زره ورځې کاري فرصت برابر شي چې د ۴۲ پروژوپيسې له ملي بودیجې او د ۱۴ پروژو پيسې د کرنې نړیوال صندوق لخوا د هند له جیبه ورکول کېږي.

وزارت وايي، دا ټولې پروژې به د دوی د ولایتي دفترونواو انکشافي شوراګانو لخوا تطبیق شي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت د کورونا پر ضد مبارزې ته د ځینو پروژو بودیجه تعدیل کړې او راګرځولې یې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب