Homeخبرونههېواد کې ۲۴ ساعتونو راهیسې ۴۱۹ کسان له کورونا روغ شوي

هېواد کې ۲۴ ساعتونو راهیسې ۴۱۹ کسان له کورونا روغ شوي

تاند، سه شنبه، د سرطان ۳ مه: عامې روغتیا وزارت تېرو څلورویشت ساعتونو کې د کورونا ویروس د ۳۲۴ نور مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړ.

یاد وزارت نن سه شتبه د کورونا ویروس د وروستیو معلوماتو په اړه ویلي چې له تېرې ورځې راهیسې ټول هېواد کې ۳۲۴ نور کسان هم په کورونا ویروس اخته شوي دي.

د تازه مثبتو پېښو له ثبت سره ټول هېواد کې د یاد ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۲۹ زره او ۴۸۱ ته ورسېد، چې له همدې شمېر ۹ زره او ۲۶۰ کسان بېرته رغېدلې دي.

د عامې روغتیا وزارت د تازه معلوماتو له مخې تېرو څلورویشت ساعتونو کې په کورونا اخته ۲۰ نور کسان هم مړه شوي، چې له دې سره هېواد کې د یاد ویروس د قربانیانو شمېر ۶۱۸ ورسېد.

د خبر مثبت اړخ بیا دا چې له تېرې ورځې راهیسې ۴۱۹ کسان له کويډ ۱۹ ویروس څخه روغ شوي دي.

دوه ورځې وړاندې د عامې روغتیا وزارت سرپرست جواد عثماني د خبري غونډې پرمهال وویل چې د دوی د ارزونو له مخې هېواد کې د کورونا ویروس ټغر په ټولېدو دی او وروستیو ورځو کې د یاد ویروس د مثبتو پېښو شمېر کې کموالی راغلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...