چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeمقالېولې د نظام ترشا ودریږو؟| محمدحسن احسان

ولې د نظام ترشا ودریږو؟| محمدحسن احسان

سیمه اییز او نړیوال قدرتونه زموږ د سولې په پروسه کې خپلې خپلې ګټې لري ولې سوله زمونږ لپاره ډیره مهمه ده ځکه چې په نه شتون کې یې موږ د بربادۍ خواته بیايي. په دې حساس وخت کې زمونږ ګاونډي هیوادونه د دې لپاره چې د سولې په پروسه کې خپلې ګټې ښې ترلاسه او خپلو شومو موخو ته په اسانۍ سره ورسیږي د نظام تخریب یې هم پیل کړی ترڅو په بین الافغاني خبرو اترو کې د ولس ملاتړ هم له ځانه سره ولري، ولس په نظام بې باوره وساتي او وکولای شي همدغه نظام په اسانۍ سره له منځه یوسي.

په دې وروستیو کې د هیواد د علماوو، قومي مشرانو او فعالو ځوانانو شهیدانولو یوه موخه همدا  وه چې ولس په نظام بې باوره کړي او داسې وانګیري چې په دې نظام کې هیڅوک هم مصؤن نه دی او د ټولو هیوادوالو ژوند دلته له ګواښ سره مخ دی.

زه دا نه وایم چې په نظام کې ستونزې نه شته بلکې ترهغه هم زیاتې ستونزې لري کوم چې مونږ یې فکر کوو ولې بیاهم ولس باید د نظام ترشا ودریږي!

غواړم د نظام د اهمیت او اړتیا په اړه د حضرت عثمان رض د خلافت دورې ته یوه لنډه نغوته وکړم البته نه غواړم د حضرت عثمان رض خلافت له اوسني نظام سره پرتله کړم او نه هم اوسنی نظام د هغه وخت له پاک نظام سره د پرتلې وړ دی.

کله چې حضرت عثمان رض خلیفه شو داچې د صله رحمۍ او حسن نیت له کبله یې بعضې خپلوان په بعضو دندو وګمارل که څه هم د حضرت عثمان رض نیت ډیر پاک او دغه کار یې یوازې د زړه سوي او نیکې رویې له امله چې له خپلوانو سره یې درلود ترسره کړ.

همغه وه چې عبدالله بن سبا یهودۍ ډلې مسلمانان په دې شعار د خلافت په مقابل کې راپورته کړل چې ګوندې حضرت عثمان رض د نورو مسلمانانو په پرتله له خپلو خپلوانو سره نیکه رویه لري او ښه ورسره کوي، یوه ډله مسلمانان چې په منځ کې یې همدغو منافقینو ځاله کړې وه راپورته شول او خبره تردې ورسیده چې حضرت عثمان رض یې شهید کړ. په دغه وخت کې په اسلامي خلافت کې یو داسې حالت راغی چې د نظام خلاء رامنځته شوه نو مسلمانان په ډلو وویشل شول، دوه خونړۍ جګړې د جمل او صفین په نوم یې ترمنځ ونښتې ډیر جلیل القدر صحابه شهیدان شول او له همدې ځایه د مسلمانانو ترمنځ ډلې رامنځته شوې چا د یو صحابه رض لکه حضرت علی رضی ملاتړ کې افراط کاوه بلې ډلې بیا د عثمان رض قاتلینو ژر ترژره د قصاص کولو غوښتنه کوله او ډله رامنځته شوه او ګمان یې کاوه چې هغه ډله مسلمانان چې د حضرت عثمان رض غوندې صحابه قاتلین نه قصاص کوي نو کمزوری ایمان لري نو ترشا یې خلک ودریدل او همداسې نورې د خوارجو ډلې.

داچې اوس په افغانستان کې د مسلمانانو په یوه خاوره نظام رامنځته شوی او څومره ستونزې چې هم ولري افغانانو ته پکار ده د نظام ترشا ودریږي او د بین الافغااني خبرو اترو په جریان کې د نظام ملاتړ وکړي که یې څوک غوښتنه کوي چې ددې نظام بنسټونه دې له منځه ولاړ شي.

 کنه خدای نخواسته داسې نشي چې یوځل بیا دلته د قدرت خلا رامنځته شي، مذهبي او قومي ډلو ترمنځ د قدرت د ویش پرسر ناندرۍ پیل شي او هیواد یو ځل بیا بلې کورنۍ جګړې ته داخل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب