یکشنبه, مې 19, 2024
Homeروغتیادزياتو ماشومانو لرل دفقر او مرض ستر عامل/ډاکټر پاينده محمد صافى، اسټراليا 

دزياتو ماشومانو لرل دفقر او مرض ستر عامل/ډاکټر پاينده محمد صافى، اسټراليا 

په لمړنيو يا ابتدائي انساني ټولنو کې دزياتو ماشومانو لرل دنسل دبقا او دطبيعي حوادثو سره دمقابلې لپاره حتمي او ضروري ګڼل کيده٠خو په نني عصر کې دډيرو ماشومانو لرل دکورنۍ داقتصادي حالت،روغتيا ،دژوندانه دنادود او دچاپيريال دککړتيا ترټولو ستر سبب دی٠

په متمدنه ټولنو کې اکثر کورنۍ يو يا دوه ماشومان لري٠ځیني کورنۍ درې،يو لږ شمېر د څلور او ندرتا تر هغې زيات ماشومان ټولنۍ ته وړاندې کوي٠

واقعيت دادی چې د يوې کورنۍ دغړو شمير دهغې کورنۍ په ژوندون هر اړخيز او ژور اثرات لري٠نن سبا په پرمختللو ټولنو کې يوه کورنی هله دماشوم د راوړو تکل کوي چه دنوي زيږيدلي ماشوم د بدني،رواني روغتيا،تعليم او تربيي لپاره دضرورت وړ شرايط تيار وي٠

په متمدن ژوند کې ښځه او ميړه تر ټولو دمخه دکورنۍ اقتصادي حالت په پام کې نيسي ٠واضحا چې دکورنۍ اقتصاد دښځې اوميړه دتعليمي سطحې او دمناسب کار او عايد دلرلو سره کلک تړاو لري٠(دلته دهغوڅو محدودو خوشبختو ميليونرانو دکورنيو په هکله بحث نه کوم،هغو چې دنورو دوينو په څکلو ئي ځانته جنتونه جوړ کړي دي)٠
دپوهې لرونکې اوپه علم سينګاره کورنۍد ماشوم لرل په تصادفي ډول “نصيب وقسمت” نه بلکه ديوه پلان پر بنسټ تنظيموي٠

پداسې حال کې چې لمړنيو انسانو کور،کالي ،ډوډۍ دژوند بنسټيزي اړتياوې بللې،دنن ورځې انسان برعلاوه تعليم،تربيه،روغتيا،دموکراسي،سوله ،مينه او . . .هم د ژوند ضروري عناصر ګڼي٠

نو د ماشوم تر لرلو دمخه ښځه او ميړه دمسلک او کار دلرلو تکل کوي٠تر هغې روسته ديوه مناسب هستوګنځي لرل،مناسب کور دماشوم لپاره مستقله خونه او د ژوند نور ضروريات،وړکتون او ښونځي او حتی دلوړو زدکړو
دغه راز کورنۍ بايد لازم اقتصادي امکانات او پوهه ولري څو د ماشوم دروغتيا،خوړو ،کالو او خاصتا دسالمې تربيي لپاره پوره تياری ولري٠

ددې لنډو توضيحاتو نه جوتيږي چې د “زورش برزمين روزيش ازخدا”شعار ډير زوړ ناوړه او ګمراه کونکی شعار دی٠

څنګه کولی شو چې ځوانان او کورنې ودې ستر مسئوليت ته متوجه کړو؟

پدې هکله ښونه او روزنه تر ټولو مهم او ضروري دي٠

لمړی ځوانان او کورنۍ بايد وپوهول شي چې د ماشوم لرل يو تصادفي او “طبعي لوبه” نه بلکه هغه ستر مسئوليت دی چې لوی څښتن زموږ په اوږو بار کړی دی٠که موږ ددې امکانات او توان نلرو چې يو سالم او ښه انسان وټولنې ته تقديم کړو او خداې مکړه زموږ ماشوم ناروغ،ناپوهه او دناوړې روزنې سره وټولنۍ ته علاوه کيږي،نه يواځې داچې نوموړی ماشوم به پخپل شخصي ژوند کې ناکامه او سربډال وي،بلکه داسې افراد وټولنې ته مضر واقع کيږي٠ او دهغو دفسق او فساد او نورو ګناهونو پيټی د هغو په مور او پلار هم بار شي٠
دمور جسمي او رواني روغتيا د تکراري حملونو په وجه شديدا متاثره کيدی شي،پلار هم ددې حالت نه مصئونيت لرلی نشي٠
دناوړه اقتصادي او اجتماعي شرايطو په وجه دافغانستان پشان په روسته پاته ټولنو کې حمل او زيږونه يا ولادت ديوګڼ شمير ميندو او ماشومانو دمرګ سبب ګرځي.

پدي هکله دخلکو پوهاوی دچا دنده ده؟

دا دهرانسان وظيفه ده چې خلک وسمې لارې ته وهڅوي٠
په خاصه توګه دولت،دعامې روغتيا ،تعليم تربيي،لوړو زدکړو،راډيو تلويزون ،اخبار والا ،ژورناليستان او ورته افراد او مؤسسات ،دنده لري چې د متعددو حملونو دمخنيوي لارې چارې دملت غوږ ته ورسوي٠

څنګه کولی شو چه دحملونو دکثرت مخنيوی وکړو؟

دحمل دمخنيوي لپاره تابليتونه يا ګولۍ،پيچکارۍ يا ستنې،تخنيکي او طبيعي لارې چارې شتون لري٠

http://www.google.com.au/search…

څنګه چې په تصويرونو کې ليدل کيږي دحمل دمخنيوي لاری چارې کمی نلري٠
الف:موقت متودونه
١-ګولۍ،تابليتونه يا دحاملګئ ضد قرسونه
Oral Contraceptive Pills
د څه دپاسه ٥٠ کلنو راهيسي رواج لري٠خورا مؤثر او کم ضرره دي،دطبابت په بازارکې دهغوپه لسګونه ډولونه شته،چې بايد هره ورځ يوتابليت واخستل شي٠
2-پيچکارۍ ياستنې
Depo Provera 150 mg
په هر ٣ مياشتو کې يوه ستن په غوښه،يعنې ورون يا بازو کې پيچکاري کيږي٠
3-Implanon
دامتود هم د تابليت او پيچکارې پشان د ميرمنو دبدن طبيعي هورمون ته ورته ماده ده چې ديوې مخصوصې ستنې په مرسته د پوټکي لاندې(معمولاچپ بازو)
ځای پرځای کيږي چې د٣ کلونو لپاره دحمل مخنيوی کولی شي خو دضرورت په وخت کې کيدی شي په هر وخت او زمان کې په سادګئ سره دبدن څخه بهر کړی شي٠
٤-Intra Uterine Device يا IUD
دا ډول وسايل چې ځيني ئي لکه Marena هورمون هم لري دميرمن په رحم کې ځای پر ځاې او د يوې اوږدې مودې يعنې ٥ او ځينې ډولونه ئي د ٧ کلونو
لپاره دحمل مخنيوی کوي،خو بياهم بايد وويل شي چې دضرورت په وجه کيدی شي چې پرهر لازم وخت کې واپس را و ويستل شي٠
٥ -حلقه يا دايرې ته ورته وسيله چي يو مشهور ډول ئي د
Nuvoring
په نامه ياديړي،دميرمني په وسيله د هغې بدن ته داخل او درې اونۍ روسته راويستل ٠دا وسيله تر ټولو نورو پيژندل شويو متودونو،په ورځي ډول خورا لږ مقدار هرمونونه ازادوي٠

ب- دايمي يا تقريبا دايمي متودونه
پدې طريقه کې د ميرمنۍ دتخمې انتقالي کانال يا تيوب
Tubal Ligation
او يا هم دنارينه دتخم دانتقال کانال

Vasectomy په ميخانيکي ډول تړل کيږي٠

سره ددې چې ددې متودونو دارجاع امکان شتون لري خو اسانه ندی او دجراحئ عمل غواړي٠
دځينو خلکو دعقايدو خلاف،دامتود د ښځې او نارينه تر منځ پرجنسي اړيکو هيڅ ډول منفي تاثير نلري٠
دغه راز هورمونونه (تابلټونه،ستنې او نور)د ددايمي عقامت يا “وچيدو” سبب کيدی نشي٠

دحمل دمخيوي ميخانيکي لاری چارې

ددې لارو چارو له جملې نه ترټولو مشهور condom دی،نورې لارې هم شته چې کولی شئ دخپل ډاکتر نه معلومات تر لاسه کړئ٠

په درناوي،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب