یکشنبه, مې 19, 2024
Homeروغتیاالرژي يا حساسيت/ډاکټر پاينده محمد صافى

الرژي يا حساسيت/ډاکټر پاينده محمد صافى

دالرژي ناروغئ ډير لوی بحث غواړي،خو مختصرابايد عرض کړم چه:

Allergy
يادوجود حساسيت يوه نارمله او ضروري پديده ده٠مګر په يوشمير خلکو کی داطبيعي يا ذاتي ميخانيکيت ،چه په عادي حالت کي يو مدافعوي سيستم دی خورا شديد اونامناسب شي٠

دبيلګې په توګه;که څوک دميږي يا غومبسې په وسيله وچيچل شي نو د درد، سوروالي او پړسوب سبب ګرځي٠ددې غبرګون فايده داشوه چه دچيچلو نه خبر شو او ملا صيب ته ددم لپاره ورځو٠دی ته ويل کيږي نورمل طبيعي غبرږون،عکسالعمل يا
reaction ٠
که داغبرږون موجود نه وي،نو کيدې شي چه چيچل دوام وکړي ،زهريات دشخص بدن ته په پراخه پيمانه داخل، مګر شخص بيخبره پاته شي،مانا داچه چيچل دوام کوي او زهريات دبدن دنورو غړولکه بډوډي اوځګر دناروغئ سبب شي.مګر ځيني خلک ددې زهرياتو سره غير طبيعي حساسيت ياالرژي لري،چه دشدید پړسوب،ډیر سور والی او درد سبب شي،کله هم دې سالنډۍ،کانګې،نس درد،دوينې دفشار سقوط اوحتي مرګ سبب شي٠

ځيني خلک په ذاتي ډول دوجود په داخل کی په غير طبيعي توګه دحساسيت دعواملو دتوليد مشکلات لري،ځينی نور چه شمير ئی ډير ندی،دخارجي عواملو په مقابل کی شدید يا غير طبيعي حساسيت لري٠
دالرژيي اقسام ?
دالرژي پوري تړلي عمده ناروغئ د
asthma
(سالنډئ)
allergic rhinitis or allergic rhino sinusitis,
eczema,urticaria,migraine
Allergic conjunctivitis
اونور دي٠
الرجي ساري نه ده،مګر دځينو کورنيو په غړو کی زيات ليدل کيږي،چه په ارثيت باندي دلالت کوي٠

– الرژيې تر موسم او محيط پورې تړلې ? :
هغه نارغئ چې د الرجي “الرژي” دهغو په فعاليدو يا تکرارپوری اړه لري، اکثرا دموسم په بدليدو،يعني دتودوخی،رطوبت،باد اوباران،دنباتاتو خاصتا دګلانو دنشونما،ګرد او غبار،لوګي او سګرټ،دميکروبي ،خاصتا ويروسي امراضو دزيادښت اويو شمير نورو عواملوسره نږدې تړاو لري٠

– الرژيي د سن پورې تړلې ?
هو،الرجي دې سن پورې تړلې ناروغئ اواکثرا په ماشومانو ، تنکيو ځوانانو او دځوانئ په عمرډير ليدل کيږي٠مګر که څوک په ځوانئ کې په يوه الرژي مرض مبتلاشي،کيدی شي دعمرپه تيريدو يوڅه بهبودي پيدا کړي، ندرتابرعکس٠

تشخيص:
دتشخص لپاره دناروغ حکايت اوشکايت ،اکثرا کافي شميرل کيږي٠
مګر دالرژي پوری دتړلي مرض په نظر کي نيولوسره ځينئ خاص ټستونه اجرا کيږي٠دبيلګې په ډول دپوزې، سترګو او دپوټکي دالرجي دتشخيص لپاره،
د ويني معاينه
(RAST&IgE)
او دپوتکي الرجي ټست اجرا کيږي٠

درملنه:
دلته يواځې دې پوزې دحساسيت ددرملنئ په هکله معلومات په ليکه کېږي دپوزی حساسيت ديوه يا څو دواګانو په مرسته کنتروليدی شي٠
١-دپوزې په داخل کی ددوا استعمال:
topical nasal steroid spray such as rhinocort,nasonix and others.
دپوزې جراحي هيڅ فايده نلري٠

٢-دالرژي يا حساسيت ضد ګولئ يا تابليټونه چه دې
antihistamine Classification of Antihistamines (Pharmacological Classification of Anti-Histamines)

Anti histamines are classified as H1 receptor blockers and H2 receptor blockers. the detail of classification is as follows :

H-1 RECEPTOR BLOCKERS:-
FIRST GENERATION DRUGS:-
1) ALKYLAMINES as H1 receptor Blockers
Brompheniramine
Chlorpheniramine
Dexchlorpheniramine
Triprolidine
2) ETHANOLAMINES as H1 receptor Blockers
Carbinoxamine
Clemastine
Dimenhydrinate
Diphenhydramine
Doxylamine
3) ETHYLENEDIAMINES as H1 receptor Blockers
Tripelennamine
Pyrilamine
4) PHENOTHIAZINES as H1 receptor Blockers
Methdilazine
Promethazine
Trimeprazine
5)PIPERAZINE as H1 receptor Blockers
Cyclizine,hydroxyzine,meclizine
6)PIPERIDINES as H1 receptor Blockers
Azatidine
Cyproheptdine
7)MISCELLANEOUS drugs as H1 receptor Blockers
Cyproheptadine
Phenindamine
SECOND GENERATION DRUGS:- also called non sedating antihistamines
Loratidine
Astemazole
Terfenadine
Cetirizine
Fexofenadine
H-2 RECEPTOR BLOCKERS:-
Cimetidine
Ranitidine
Famotidine
Nizatidine
H-3 RECEPTOR BLOCKERS:-
Thioperamide
Impromidine
په نامه ياديږي او مختلف ډولونه لري٠
په ډیرو شدیدو حالاتو کي دtricyclic Antidepressants څخه هم کار اخستل کیدې شي. کله ناکله یو لڼد مده کورس ستیروید ته هم ضرورت پیداکیږي(Prednisolon 25 mg/d for 5 days)
که حساسيت ډير شديد وي دويني معاينه
( RAST,IgE)
او يا دپوټکي دحساسيت ټست،چه دحساسيت دناروغيو دمتخصصينو لخوا سرته رسې،کولی شي چه د حساسيت عامل يا عوامل وپيژندل شي٠کله چه دحساسيت عامل يا عوامل معلوم شيي،د متخصص
(allergolog)
دلارښونئ سره سم، دپيژندل شوي عامل شيره
(extract)
چه دطبابت په بازار کی شته،په خورا لږ مقدار په هره اونئ يا ددوو اونيو کی يوځل ،ناروغ ته پيچکاري

(injection)
په ذريعه،د ١٨ نه تر ٢٤ مياشتو په موده کی ورکول کيږي
(desensitisation)
داډول درملنه خورا ګرانه ده ،ځينی وګړي په کامل او ځيني نور په ناکامل
ډول شفا مومي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب