یکشنبه, مې 19, 2024
Homeروغتیاله سګريټ پرېښودو وروسته حیرانوونکې نښې

له سګريټ پرېښودو وروسته حیرانوونکې نښې

ژباړن: محمد مبین هڅاند
د روغتیا د نړیوالې ادارې (سازمان) د احصایې له مخې په یو کال کې له لسو تر ۲۴ کلونو د عمرونو لرونکي کسان چې شمېر یې یو ميلیارد او اتیا ميلیونو ته رسېږي، تمباکو استعمالوي.
د تمباکو له استعمال څخه د زړه او سرطان ناروغي پیدا کېږي، په اوسط ډول د تمباکو استعمالوونکي کسان ۱۵ کلونه مخکې له نړۍ سره مخه ښه کوي.
د طبي ماهرانو په نظر یو سګرېټ د انسان ۸ دقیقې عمر کموي، له دې سره سره تمباکو ۴۰۰۰ نور تاوانونه هم لري.
د تمباکو له استعمال څخه انسان ته د زړه ناروغي، ساه لنډي، د هاضمې سېستم خرابوالی، تشو متیازو پر وخت تکلیف، د معدې ناروغۍ، د ینې خرابوالی او د خولې سرطان پیدا کېدای شي.
لومړی باید تمباکو له یومخ استعمال نه کړو او که چېرې وربادې اخته یوو ضرور ده چې پرې یې ږدو.
د تمباکو یا سګرېټو پرېښودل به مو له ۴۰۰۰ زیانونو څخه وساتي او له پرې ښودلو سره سم ۲۰ دقېقې وروسته به په لاسونو کې د وینې دوران په سم ډول روان شي او له ترک کولو دوه ساعته وروسته به د زړه ضربان او فشار عادي حالت ته راوګرځي، اته ساعته وروسته به مو په بدن کې د کاربون مونواوکساید، چې یو وژونکی غاز دی، اندازه راکمه شي.
۲۴ ساعته وروسته به د زړه د خطرناکې حملې یا دورې امکان هم کم شي. ۴۸ ساعته وروسته به اضافي نیکوټین ستاسې له بدن څخه خارج شي، دوه ورځې وروسته به ستاسې په مخ کې بېرته ښایست را پیدا شي، درې ورځې وروسته به د هاضمې سېستم هم عادي حالت ته راشي یوه هفته وروسته به مو د وینې فشار هم عادي حالت ته راوګرځي.
یو کال وروسته به مو د وینې په رګونو کې هغه مواد هم کم شي چې د زړه او یا د فلج ناروغۍ باعث کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب