د شرعي او قانوني څیړنو په رڼا کې، حق یا( Right) د هغه مصلحت څخه عبارت دې چې د قانون لخوا د ټولو خلکو لپاره په الزامي ډول وضع شوې وي. موخه یې مصلحت او د ښه ژوند کول دي.
نو الهي، او وضعي قوانین هم د انسانانو لپاره ګڼ شمیر حقوق، لکه : د اﷲ تعالی پخپلو بندګانو حقوق، د بنګانو په اﷲ تعالی حقوق، او د بنده ګانو په بند ګانو حقوق. وضع کړي، چې پکې د هرچا ونډه څرګنده ده.او هریو یې خپل ځای لري.
څرنګه چې شریعت د لومړیتوبونو ټاکل او پلي کول بنسټ بولي، نو پدې اساس د حق الله )الله تعالی حقوقو( د انسانانو حقوق( Human Rights) لومړیتوب لري. دا چې فرائض د حکم په پرتله پخپلو کې سره تو پیر لري، نو عیني فرائض په کفايي فرایضو لومړیتوب لري. د شریعت په ډیرو حکمونو کې د بنده ګانو په حقوقو ټینګار شوې، او د نورو حقوقو په پرتله یې د لومړیتوب مقام ورکړې.
نو هغه عیني فرائض چې اﷲ تعالی پورې تړلي دي، پکې د راحت، نرمښت او اسانتیا زمینه شته. خو هغه عیني فرائض چې د الله تعالی د بندګانو پورې تړاو لري هیڅ پکې ، د اسانتیا او راحت زمینه نشته.
نو ځکه علماء وایي چې : حقوق الله د اسانۍ او راحت پر اساس او حقوق العباد، یا انساني حقوق د سختۍ او عدم سهولت په بنسټ ولاړ دی. د بیلګې په توګه که چیرته په یو چا حج کول واجب وي، او دا قرضداره وي چې د قرض اداء کول یې هم واجب وي، مطلب داچې د خلاصون وسه یې لري. نو پدې حالت کې د حج ځینې د قرض خلاصول لومړیتوب لري. باید چې لمړی قرض خلاص کړ!
پدې حالت کې، حج کول روا ندي. خو که چیرته د قرضدار نه اجازه واخیستل نو بیا یې جواز شته چې لمړی حج وکړي.
د انساني حقوقو له جملې ځینې یو هم مالې حق دې چې پدې ډیر ټینګار شوې. نو په تړاو یې دلته د نبوت د دورې د څو بیلګو یادونه کوو.
د صحیح حدیث مفهوم دی چې : د اﷲ(ج)په لار کې شهادت چې د مسلمان لپاره اﷲ تعالی ته د نژدیوالي ترټولو ښه وسیله بلل شوې خو، د قرض، چې د بنده حق دی د ساقط کیدو( ختمیدو)لامل کیدای نشي. یانې قرضدار شهید، اﷲ تعالی ته د خپل بنده د ( قرض)په تړاو مسؤل دی. ځکه قرض د بنده حق دی، نه، د اﷲ! لکه څرنګه چې وایي :« یُغْفِرُ لِشَهَیدِ کُلُ ذِنْبٍ اِلْاَ اَلْدَیْن . » (۱)شهید ته د قرض نه پرته نور ټول ګناهونه بخښل کیږي.
په حدیث کې راځي چې : یوه ورځ دوه سړیو محمد( ص)ته وویل : ای د اﷲ رسوله! ایا ته داسې انګیرې چې که چیرته مونږ د اﷲ په لار کې مړه شو نو زمونږ ګناهونه به وبخښل شي..؟ نو رسول اﷲ( ص) ورته جواب ورکړ: هو! که ته چیرته د اﷲ( ج)په لار کې قتل شې، او ته صابر، مننونکې او مدبر وې. نو بیا محمد( ص) مقابل لورې ته وویل چې : تا څه وویل؟ نو سړي خپل سوال بیا تکرار کړ. نبي کریم ( ص) جواب ورکړ، خو دا یې پکې زیات کړل چې 🙁 پرته د قرض ن��) ځکه جبرئیل( ع) راته داسې وویل. (۲)
بل حدیث شریف دې چې : نبي کریم( ص) وفرمایل: پاکي ده اﷲ( ج) لره، لدینه نوره هم په دین کې سختي..!!! یانې په دین کې لدې هم څه سخت نازل شوي..!!؟ قسم په هغه ذات چې زما نفس یې پلاس کې دی، که چیرته یو څوک د اﷲ( ج)لارې کې شهید شي اوبیا ژوندې شي، بیا شهید شي او را ژوندې شي، بیا شهید شي او بیا را ژوندی شي، او هغه قرضدار وي، نو جنت ته به داخل نشي تر څو قرض پرې نکړي!! (۳)
همدارنګه هغه مجاهد چې د اﷲ( ج)په لاره کې جنګیږي، او د لاس ته ورغلي غنیمتونو څخه مخکې د ویشتې څه واخلي، که څه کم هم وي، نو پدې سره د جهاد فضیلت، او ثواب ځینې محرومیږي. او که چیرته مړ شي نو د شهادت، او شهید د شرف، او مقام څخه هم بې برخې کیږي.
بل ورته حدیث دی چې : د خیبر په جنګ کې یو صحابي مړ شو. نو نبي کریم( ص)یې ترې خبر کړ، هغه ( ص) وفرمایل: خپل ملګري پسې لمونځ وکړئ، یانې جنازه یې وکړئ، صحابه وو مخونه واړول او د لمونځ لپاره برابر شول. بیا نبي کریم( ص)وفرمایل : ملګري مو د اﷲ( ج) په لار کې درغلي کړې وه، نو تاسو یې پاتې مال وپلټئ، پکې به د یو یهودي ښیښه ئي مهره یا دانه پیدا کړئ! چې ددوه درهمو په اندازه به هم نه وي..!! (۴) نو ددومره لږ شي په اخیستلو نبي کریم( ص) پرې اعتراض وکړ. دا ځکه چې په عام مال کې په خیانت سره د لږ یا ډیر مال اخیستل مهم نه وي، بلکه خیانت کول مهم وي که هغه زیات وي او که کم..! لکه دلته یې اندازه ډیره کمه وه، خو اساس یې خیانت وو!
نو پورته ټول ذکر شوي حدیثونه انساني حقونو ته په درناوي او لومړیتوب دلالت کوي، چې دلته مو یواځې په مال پورې تړلې حق وڅیړه……
نو د انساني حقونو که عام وي او که خاص، په کمه کچه وي او که په زیاته، پرته د وړ عذر ځینې یې تلف کول او د پښو لاندی کول جايز ندي، باید په بشپړ ډول، ټول یو پر بل خپل حقوق او لومړیتوبونه یې وپیژنو، پوره درناوې او مراعت یې وکړو.ترڅو د قانوي او هوسا ژوند شاهدان اوسو.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱) رواه مسلم
(۲) رواه مسلم
(۳) رواه احمد ونسايي
(۵) رواه مالك و احمد