د پاکستان هېواد ملي لوبډلې پخوانی توپ وهونکی یونس خان د انګلستان د دورې لپاره د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې بيټینګ روزونکي په توګه په دنده وټاکل شو.
او ورو توپ اچونکی مشتاق احمد د سپين بالینګ د روزونکي په توګه ټاکل شوی دی. دا خبر د کرکټ ډېرو مینه والو ته جالب دی.
د پاکستان کرکټ ملي لوبډله به راتلونکي اګسټ او سپټمبر میاشت کې له انګلستان کرکټ ملي لوبډلې سره درې ټيسټ او درې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.