د پاکستان کرکټ بورډ نوي پلان د کرکټ مینه وال حېران کړل

د پاکستان هېواد ملي لوبډلې پخوانی توپ وهونکی یونس خان د انګلستان د دورې لپاره د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې بيټینګ روزونکي په توګه په دنده وټاکل شو.

او  ورو توپ اچونکی مشتاق احمد د سپين بالینګ د روزونکي په توګه ټاکل شوی دی. دا خبر د کرکټ ډېرو مینه والو ته جالب دی.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډله به راتلونکي اګسټ او سپټمبر میاشت کې له انګلستان کرکټ ملي لوبډلې سره درې ټيسټ او درې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

د پاکستان کرېکټ بورډ د ملي لوبډلې پخوانی کپتان یونس خان له انګلنډ سره د راتلونکو لوبو لپاره د توپوهنې یا بټېنګ روزونکی ګومارلی دی. د ده ترڅنګ د پاکستان پخوانی سپېن توپ اچوونکی مشتاق احمد د سپېن بالنګ برخه کې روزونکی ګومارل شوی دی.

د پاکستان کرېکټ بورډ وایي، یونس خان او مشتاق احمد به د انګلنډ دورې پر مهال د مشر روزونکي مصبا الحق او د بالنګ روزونکي وقار یونس سره مرسته کوي.

ټاکل شوې ده چې پاکستانۍ لوبډله راتلونکې جولای میاشت کې د انګلنډ په دوره ولاړه شي، او هلته به ۳ تېسټ او ۳ شل اوریزې لوبې کوي.

خو دا لوبیزه دوره د کورونا وېروس بحران له کبله د دواړو هېوادونو د حکومتونونو اجازې ته اړتیا لري.

یونس خان د پاکستان د ملي لوبډلې یو تر ټولو پیاوړی توپوهونکی و،‌ او په ټېسټ لوبو کې یې د پاکستان لپاره تر ټولو ډېرې، څه باندې لس زره منډې کړې دي.

یونس خان په ۲۰۰۰ کال کې د پاکستان لپاره خپله لومړۍ ټېسټ لوبه وکړه، او تر ۲۰۱۷ کاله یې د ۱۷ کالو په اوږده موده کې د پاکستان لپاره ټولټال ۱۱۸ ټېسټ لوبې، ۲۶۵ یو ورځنۍ او ۲۵ شل اوریزې لوبې وکړې.

ټاکل شوې ده چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډله به راتلوونکي اګسټ-سپټمبر میاشت کې له انګلستان کرکټ ملي لوبډلې سره درې ټيسټ او درې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

د پاکستان سره په دې سفر کې به د لوبډلې مشر روزونکی مصباح الحق،د بالینګ روزونکی وقار یونس،د بیټینګ روزونکی یونس خان او د سپین بالینګ روزونکی مشتاق احمد شتون ولري.