د نړیوال شل اوریزه جام ورستۍ پرېکړه به په جولايي میاشت کې وشي

ولید خپلواک

 د کرکټ نړیوالې شورا خپله پرېکړه یو ځل بیا د جولای میاشت ته وځنډوله. ټاکل شوې وه چې د ۲۰۲۰ م کال لپاره دغه شورا د ټولو غړو سره د جون په ۱۱ نېټه خپله نهایي پرېکړه اعلان کړي، اما روان وضعیت ته په کتو یاده پرېکړه راتلونکې میاشت ته وځنډول شوه.

دغه شورا د دوه جامونو لپاره پلانونه نیسي چې یو د نارینو او بل بیا د ښځینه و شل اوریزه جام په اړه دی.

د استرالیا کرکټ بورډ اجرایوي رییس کیون رابرټس ویلي:

(( د کرونا په روان وضعیت کې به زمونږ لپاره دا یو غټ خطر وي.))

 پرون د استرالیا کرکټ بورډ د ورزش څانګې وزیر کال بیګ ویلي و چې ستونزه نشته او کرونا ویروس ورو ورو په کمیدو دی، د استرالیا وزیر ډاډ ورکړی چې نړیوال شل اوریزه جام به په خپل وخت ترسره کیږي.

یاده دې وي چې د نړیوال شل اوریزه جام لپاره به د راتلونکې جولای میاشت کې وروستۍ پرېکړه اعلان شي.