پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeکلتورقیس ګوهر د ژوند انځورګر شاعر| محمدنبي سلطاني

قیس ګوهر د ژوند انځورګر شاعر| محمدنبي سلطاني

پښتني کهول او مېني د تاریخ په اوږدو کي نوموتي ادیبان، شاعران او لیکوالان په خپله درنه غېږه کي روزلي. دغو درنو د پښتو ادب د ساتني، روزني او پالني لپاره خورا ډېر کارونه کړي، د پښتو ادب د سمسورتیا او بډایني لپاره یې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې کړي، دوی په خپلو نوښتګرو اندونو،  فکرونو او ذهنونو، د هیواد د سمسورتیا، د تاریخ د روښانتیا، د ادب د پرمختیا او د خلکو د جوړتیا او سمتیا په  اړه یې داسي ليکني کړي او شعرونه یې ویلي، چي د خلکو په زړو کي یې ځای نيولي، ولس یې به درنو – درنو نومونو یادوي او ستايي،  له دې ډلي څخه یې په اوسنیو کي نوموتو شاعرانو کي د ښه او غوره استعداد څښتن ښاغلی قیس ګوهر دئ، قیس ګوهر د خپل لوړ تفکر، روښانه ذهن، شعري پوهې، هنر مهارت او… له امله د شعر ليکولو تومنه او استعداد لري او په دې ميدان کي پر ټولو برخو برلاسی دئ، همدا لامل دئ، چي په ادبي ناستو پاسو  کي یو ځانګړی مقام لري، ده د خپل توان  او استعداد سره سم، د قلم په مټ  او د شعر په وسیله د ټولني ستونزي او ناخوالي، ښایست او ښکلا، ښګڼي او بدګڼي په ډېر  دقت او امانت سره لیکلي دي، ښاغلي ګوهر  په ځوانۍ کي  شعر و ادب  ته  مخه کړې، چي تر دې مهاله یې سلونه شعرونه د هیواد په رسنیو کي خپاره سوي او یوه شعري ټولګه (په کاڼو کي چينې) یې د چاپ په ګېڼه پسولل سوې ده.

ښاغلی ګوهر هوډمن او با احساسه  شاعر دئ. د ده په شعرونو کي د ده او ټولني احساسات، دردونه، غمونه، ويرني، هيلي، اوښکي، مسکاء، ژړا، خوشحالۍ،تروږمۍ، روڼا، حياء، ازادي، سرلوړي، ژوند، اخلاق، عزت، دظالم مخالفت، دمظلوم ملگرتيا، دتوري ستاينه، دبېوزلو دفاع او … هغه مفاهیم او عبارات دي، چي د ده د شعر خوږوالی، دروندوالی او کره والی په ګوته کوي، ده د خپل لوړ فکر او ریاضت په هڅو خپل شعري موخه او پیغام د فورم او محتوا له اړخه رنګین کړی، چي په ډېري اسانۍ سره سړی پوهولای سي، د بولګي به توګه یې دا غزل لولو:

جلوه دي د خوږو سترګو بیداره ده که نه ده
تې وګوره چي دا غزل شهکاره ده که نه ده

کوو به ننداره د جنتونو د کلاب
لږ صبر چي زما څېره هنداره ده که نه ده

پوهېږي د زړه ګل ستا د مسکو شنډو په راز
خبر نه دئ، چي دا د بل چا یاره ده که نه ده

د لمر او د سپوږمۍ په منځ کي خیژي قیس ګوهر
چي تللې تر اشنا پوري دا لاره ده که ده

په کاڼو کي چينې: ۶ مخ

ګوهر که څه هم د ښکلا، حسن او ښایست شاعر دئ؛ خو د اولس، خلکو، ژوند، جنګ، ناورين او د وطن د بربادۍ انځور یې هم په خپلو شعرونو کي له پامه نه دئ غورځولی. دا ولې؟ دا ځکه، چي ګوهر د افغانستان د ناورين په کلونو کي زېږېدلی او بيا په همدغه ناورین کې رالوی سوی دئ، وايي:

ته مي د حال پوښتنه څنګه کوې ژونده یاره

ته هم زما غوندي يې زه هم لکه ته ښه یمه

په کاڼو کي چينې: ۱۳مخ

ګوهر چي کله څه وايي هغه یوازي د ځان غم نه کوي او نه یې هم ځان مطلب وي، بلکي دی په خپلو شعرونو کي د وطن، ولس، استقلال، آزادۍ، خپلواکۍ، سولی اوسوکالۍ، د غریبو او فقیرو سره خواخوږي او د ظلم او استبداد سره مبارزې په اړه ژورو فکرو او تصور کوي، د بېلګي په توګه:

ژوند په مینه کي پټ نه سو، نه ګلاب سو نه شبنم سو

نه د چا د ســـترګـو نور سو، نه د چا د زړه همدم سو

په کاڼو کي چينې: ۲۷مخ

ګوهر غوره او ښه شعر وايي او د غوره او ښه شعر ویلو او ليکلو هنر اسانه کارنه دئ، هغه د دروېش دوراني خبره « د شعر هره حرف او توری د زړه په وينو منځل غواړي، د هغه زړه په وينو، چي د اولس، هيواد، خلکو او ټولني له  در دونو، کړاوونو او مجبوریتونو څخه یې رنگ اخيستى وي، د ګوهر د شعر هر حرف د زړه له تله راوتلی او د زړه له درده یې ویلی، لکه وايي چي:

خیال د زړه رنګ مي د وینو پکښي نغښتی

زه کــومــه شـــاعـري لـکه ګلاب

په کاڼو کي چينې: ۵۴ مخ

د ښاغلي قیس ګوهر په شعرونو کي له هیواد، هیواوالو، انسان، انسانیت سره د پاکي او سپېڅلي میني، د پښتني او اخلاقي ارزښتونو او دودونو د ساتني، د ملي، ټولنیزو انساني ولولو اوعواطفو د روزني، د انصاف، اجتماعي برابرۍ، ورورګلوۍ، سولي او سوکالي ته د بلني ترڅنګ خدای پالني، خدای پېژندني او خدای ته د سرټيټوني مفاهیم هم موندلای سو، ګوهر وايي:

سترګي نه لرم د ميني و خوږ خدای ته

په یاغي ګناه مي ټول وجود اســــیر دئ

په کاڼو کي چينې: ۵۸ مخ

کړه د ځان سره د فکر شمع بله

موږ د قبر د تیارې د جواب نه یو

په کاڼو کي چينې: ۶۱ مخ

که چیرې د قیس ګوهر شعرونه په غور سره وګورو او وې لولو  نو دا به را ته څرګنده سي، چي په رښتیا سره د ګوهر شعرونه له عملي ژوند او تجربو سره ځانګړی پيوستون او  تړون لري. هر انسان كولاى سي، چي خپل ځان، خپله ټولنه او د ټولني بد حالت د ګوهر په شعر كي ومومي. ګوهر په ډیر ښکلي انداز سیمبولونه، تصویرونه او خیالونه په ډېر هنرمندانه شکل او شعري ژبه په خپل شعر کي داسي انځور کړي، چي د هر لوستونکي او اورېدونکي په ذهن  او زړه کي ښکلا او مینه راپاروي، خوند او پند ورڅخه اخلي. د بیلګي په توګه یې دا بیتونه لولو:

د خوږ ژوند پر کاڼي ناسته مرغۍ ګورم

ننـــداره کــه زه د خپلي ځوانۍ ګورم

پـه وجــود کي د خالـق حکمراني ده

په تـرخو سترګــو زه دغه هستي ګورم

په کاڼو کي چينې: ۱۰۴ مخ

په پای کي وایم، چي ښاغلی قیس ګوهر د هيواد او هیوادوالو د دردونو، غمونو، ستونزو غربت،  بیوسۍ او بېوزلۍ  تر څنګ د ميني، محبت، حسن، ښکلا او عاطفې شاعر هم دئ، پر قلم یې برکت او ذهن یې روښانه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب