سه شنبه, مې 7, 2024
Homeجنرال وزیريپه وسله والو ځواکونو کې د قوماندان د امر اهمیت| جنرال دولت...

په وسله والو ځواکونو کې د قوماندان د امر اهمیت| جنرال دولت وزیري

جاپاني بریدمن:

(هیرو اونادا Hiró Onoda-) د جاپان په وسله والو ځواکونو کې یو بریدمن و، چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته یې هم د 29 کلونو یعنې تر 1974 زیږدیز کاله پورې د فلیپین د لوبانګ په ټاپو کې ګرځېده او خپله وسله یې پر ځمکه نه کېښوده.

وایي: کله چې د جاپان په شمال کې د جاپانيانو او امریکایانو تر منځ په جګړو کې امریکایانو پر مختګ وکړ، د ده او د ده د قوماندان تر منځ اړیکې پرې شوې.

قوماندان ورته امر کړی و چې په هیڅ صورت امریکایانو ته تسلیم نه شي. همغه و چې تر 1974 زیږدیز کاله پورې دی وسله وال و او هیچا ته نه تسلیمېده.

په 1974 زیږدیز کال د ده قوماندان نوموړي ټاپو ته لاړ، په ډېر مشکل يې له ده سره اړيکه ټينګه کړه او په پای کې یې دی جاپان ته راستون کړ.

په 2010 زیږدیز کال ده په یوه مرکه کې وویل:

«زه یو استخباراتې افسر وم، د خرپ او ترپ جګړه مې دنده وه او دا دنده مې تر اخره په ښه شکل اجرا کړه او د خپل قوماندا امر مې تر اخره په عمل کې پلی کړ، تر څو چې قوماندان امر ونه کړ، خپله وسله مې پر ځمکه کښینښوده.»

ده د بانګ په ټاټوبي کې د پوځي اډو په هکله معلومات را ټولول او جګړې به یې هم کولې.

تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته تر 1974 زیږدیز کاله پورې دی هیچا ته تسلیم نه شو، ده فکر کاوه چې جګړه پای ته رسیدلې ده خو پر مځکه د وسلې ایښودلو امر خو لا د ده د قوماندان له خوا ده ته نه دی رارسیدلی. نو ځکه ده جګړې ته ادامه ورکوله. کله چې په 1974 زیږدیز کال د ده قوماندان ټاپو ته ورغی او ده ته یې امر وکړ چې خپله وسله پر ځمکه کیږدي او تسلیم شي، دی لومړی د جاپان بیرغ ته سلامي شو او بیا یې خپله وسله خپل قوماندان ته تسلیم او بیا د خپل قوماندان سره جاپان ته ستون شو، د جاپان خلکو د ده تود هرکلی وکړ او دی یې د جاپان رښتینی بچی وباله.

نوموړي د 2014 زیږدیز کال د جنوري پر 18 مه نیټه د 91 کالو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

پوځي کارپوهان وایي: د رښتیني او پر هېواد مین قوماندان امر د افسرانو او سرتېرو له پاره قانون وي باید بې له ځنډه، په هر دول شرایطو او بې له بهانو اجرا شي.

په جګړه کې پر هیواد مئين او د جګړې پر هنر پوه قوماندان هیڅکله داسې امر نه کوي، چې د خپلو مادونانو ژوند په خطر کې واچوي او په پایله کې د ده امر د ماتې سبب شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب