یکشنبه, مې 19, 2024
Home+د درو وزارتونو نوماندان رسماً معرفي شول

د درو وزارتونو نوماندان رسماً معرفي شول

تاند (یکشنبه، د جوزا۲۵) افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کانونو او پترولیم، پوهنې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو ته نوي نوماند او سرپرست وزیران معرفي کړل.

محمد هارون چخانسوري د کانونو او پټرولیم وزارت د نوماند په توګه، رنګینه حمیدي د پوهنې وزارت د نوماندې او محمد طاهر زهیر د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د نوماند په توګه معرفي شوي.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر پرون مازدیګر د یادو درو نوماندانو د معرفۍ احکام ورکړي دي.

تر دې وړاندې حکومت د مالیې، ښځو چارو، عامې روغتیا او ښارجوړنې وزارتونو ته هم نوي سرپرست او نوماند وزیران معرفي کړي دي.

تراوسه څرګنده نه د ه چې نوماند وزیران به کله ولسي جرګې ته د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره وړاندې کېږي.

په دې مناسبت په غونډه کې د کانونو او پټرولیم وزارت د نوماند او سرپرست محمد هارون چخانسوري پخپلو خبرو کې وویل، هڅه کوم چې کانونو او پټرولیم وزارت د جګړې له وسیلې څخه د هوساینې په وسیلې بدل کړو. هغه وویل، موږ به د خلکو، مدني بنسټونو او پر روڼتیا د څار بنسټونو په همکارۍ د چټکتیا او تحرک پیغام ولرو.

د کانونو او پټرولیم وزارت نوماند وزیر وویل، خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د زنځیر د یوې حلقې په توګه د تشکیلاتو، اغېزناکې او ځواب ویونکې ادارې، امنیت، اوبو، برېښنا، ترانسپورټ، بازار موندنې او پانګونې په څېر زېربناوې مهمې بولو.

د پوهنې وزارت نوماندې او سرپرستې رنګینه حمیدي پخپلو خبرو کې د جمهوررئیس له باور څخه د مننې ترڅنګ وویل: ډاډ درکوم چې د خدای په مرسته او ستاسو په لارښوونه او ملاتړ او له خپلو کاري تجربو څخه په استفاده به د دې هیواد اولادونو ته د خدمت په برخه کې هېڅ ډول هڅې دریغ نه کړم.

د اطلاعاتو فرهنګ وزارت نوماند او سرپرست محمد طاهر زهیر پخپلو خبرو کې وویل: تاسو ښه پوهېږئ چې افغانستان له تېرو څلورو لسیزو په جګړو او ناامنیو کې راګیر دی او فرهنګي چارې او پدیدې حاشیې ته وړل شوې دي.

هغه زیاته کړه، په تېرو دوو لسیزو کې په مختلفو برخو کې ډېر کارونه شوي دي، خو موږ غواړو د جمهوررئیس او د حکومت د رهبرۍ په لا زیات ملاتړ، فرهنګ د پاملرنې په محراق کې واقع شي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب