شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeکلتورباختر، د افغانستان پټ راز | طیبه دودیال

باختر، د افغانستان پټ راز | طیبه دودیال

افغانستان هغه هېواد دی چې نږدې ۵ زره کلن تاریخ او په خپل تاریخ کې پېچلي او پټ رازونه لري چې له دې ډلې یو هم د شبرغان طلا تپې خزانه ده، دا خزانه په ټوله نړۍ کې د باختر په نوم مشهوره ده.
دغه واقعه په ۱۹۷۸ میلادي کال کې د افغانستان – شوروي لرغون پیژندونکي وکتور سریانیدي د کشفیاتو سره سم پیل شوې ده.
نوموړي د نړۍ داسې لویه خزانه وموندله چې د ۲ زره کلونو په ترڅ کې ډير شاهان او استعمار کوونکي یې په لټه کې ول، خو هغوئ نه پوهېدل چې دغه د یونان باختر حکومت څخه په میراث را پاتې خزانه به چیرته وي؟ له دوی څخه یوې ډلې یاده خزانه په بلخ کې لټوله او نیمایي نور یې بیا په دې اند ول چې دا یوازې یوه خیالي خزانه ده.
خو ویکتور سریانیدي په دې فکر شو چې دا خزانه باید د ۳ زره کلن معبد تر څنګ په طلا تپه کې وپلټل شي.
خو دغه وخت ( ۱۹۷۸) افغانستان په یو بحراني حالت کې وو، د ثور اوومې کودتا او د سردار محمد داوود خان حکومت له رانسکوریدو وروسته په یو کال دوه ولسمشران ووژل شول.
د افغانستان په بېلابېلو ساحو کې چریکي ډلې رامنځته شوې چې د حکومت په مقابل کې جنګیدې، د هغه وخت انقلابي حکومت له شوروي څخه دې مرستې غوښتنه وکړه.
افغانستان ته دې شوروي پوځ له راتګ څخه یوه ورځ وړاندې سریانیدي له لس کاله څېړنو وروسته په دې بریالی شو چې د لومړي قبر په پرانیستلو سره خزانه لاسته راوړي، دغه قبر کې چې د څارویو په پوستکو پوښل شوی وو اویو موقتي بام یې درلود طلا ځای پر ځای شوې وه. دلته په ټوله کې ۷ قبرونو کې چې ۶ یې د شهزاد ګیانو (د ۱۵ نه تر ۴۵ سن درلودل ) او یو یې د شهزاده قبرونه ول، د شپږو شهزادګیانو قبرونه په وار سره پرانیستل شول چې هر یو یې په طلا پوښل شوی و، له دغو قبرونو څخه شاوخوا ۲۰۶۱۸ پارچې سره زر تر لاسه شول چې بېلابېل ډيزاینونه یې لرل.
خو پوښتنه دا ده چې دا سره‌زر دلته له کومه شول؟
دې پوښتنې ته د ځواب ویلو لپاره باید نور هم شاته لاړ شو، کله چې سکندر مقدوني باختر فتح کړ نو دا ځای د نړۍ په یو متمدنه ځای بدل شو او د وخت په تیریدو سره یې د منځنۍ اسیا حکومت لاسته راوړه، وسیدونکو یې د اسیا سویل لور ته سفر پیل کړ او هلته یې د کوشانیو شاهي حکومت بنسټ کېښود. همدغو کوشانیانو د وخت په تیریدو سره د وریښمو لارې او له سوریې څخه چین ته تلونکو سوداګرو سره اړیکې ټینګې کړې او له هغوئ څخه به یې مالیات اخستل او خپله یې هم سوداګري پیل کړه.
کوشانیانو د دغې سوداګرۍ له لارې ډير سره زر تر لاسه کړل چې په پایله کې یې دلته د زرګرۍ هنر پراختیا وموندله او له دې سره د باختر خزانې اوازې ټولې نړۍ ته ورسېدې.
چي کوشانیانو ددی سوداګری له لاري ډیر سره زر لاس ته راوړل او دلته دزرګری هنر پراخه شو چي دي سره دباختر د خزاني اوازي ټولي نړی ته ورسیدلي.
خو لیکن د دغې خزانې کشف په ناسم سیاسي وضعیت کې شوی وو یعني حالت بحراني وو ځکه افغانستان په دغه وخت کې د جګړو په اور کې سوزیده او دلته د سریانیدي ګروپ هم له امنیتي ګواښونو سره مخ شول له همدې امله هغوی خپل کارونه په بیړه سر ته ورسول او او خپل لاسته راوړنې یې په یوه کوټنې کې چې جدي امنیتي تدابیر یې لرل مهرلاک او  قفل کړل. ه او بیرته کابل ته روان شول دوی دکوشانیانو په اړه نورې سیړنې ونشوی کړای او څیړنې یې نېمګړې پاتې شوې، لا تر اوسه هم معلومه نده چې اووم قبر کې څه دی؟
وروسته بیا د غیر فني اشخاصو له لورې د څېړنو پر مهال دغه اثار له منځه لاړل.
سریانیدي غوښتل دغه خزانه په امن کي وي او د جګړو له پای ته رسیدو وروسته یونسکو ته وسپارل شي تر څو یوه بې طرفه هېواد کې  د چپاولګرو او جګړو څخه په امن کی وي خو دا وړاندیز یې قبول نه شو او سریانیدي بیرته روسیې ته ستون شو.
لس کاله وروسته ځیني شایعات او آوازې خپرې شوې چې دغه خزانه بیا ورکه شوې ده او یا ځینو خلکو ویل چې دا خزانه دنجیب له خوا په روسانو پلورل شوې ده اوازې هغه وخت ډیر اوج ته ورسیدې خو داکتر نجیب دخزانې د امن ساتلو لپاره خاموشي اختیار کړه.
ځکه چی په کال ۱۹۸۹ افغانستان په خپل بحراني وضعیت کي قرار درلوده او د لوۍ  باختر خزانه هم له خطر سره مخ وه
خو داکتر نجیب بل فکر په سر کې لره، هغه د یو سریع عملیات په نتیجه کې دهیواد لویه خزانه د یرغل‌ګرو له لاسه وژغورله.  چي اوس په ټوله نړۍ کې د ګاوو صندوق هفت کلید په نوم مشهوره ده.
داکتر نجیب دغه خزانه دموزیم څخه مرکزي بانک ته چې ارګ ته يې لاره درلوده انتقال کړه او دا یو امن ځای وو. هغه د سرو زرو هره ټوټه په مالوچ کې تاووله او بیا یی ګاو صندوق کې اېښودله، دغه سیف درې  پوړۍ د ځمکې لاندې وو. دا پېچلی سېستم د آلماني انجینیرانو شهکار و، چي دنادر خان پر وخت جوړ شوی و.
 دغه سیف ۷ کلیانې لرلې، که یوه به هم نه وه نو سیف نه خلاصیده، که یوه کلي بی ترتیب داخل شوې وای نو بنده پاتې کیده چی دسیف مهرو لاک کیدو نه وروسته داکتر نجیب کلیانې ۷ محتمدو کسانو ته وسپارلې او هغوی نه یی عهد واخیست چې د افغانستان ولسمشر یا بل قانوني رهبر څخه پرته دا سیف بل چاته خلاص نه کړي.
خو د طالبانو دحکومت په اوله ورځ داکتر نجیب او ورور یی ووژل او د اریانا په څلور لارې کی په دار وځړول شول.
طالبان څو ځله مرکزي بانک ته لاړل او د خزانې د خلاصیدو غوښتنه یې وکړه خو دهغو ۷ تنو نه یو یی پاتی وو باقی نور یی نورو ملکونو ته تللي و.
طالبانو حتی وغوښتل چی په بم داسیف خلاص کړي خو خلاص نشو.
بلاخره ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې د مې میاشتی دوېمه نیټه کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د مالیې وزیر اشرف غني احمدزي مرکزي بانک ته لاړل او په دې وخت کې وکتور سریانیدی هم هلته موجود و، سریانیدي ویل دا خزانه به تر اوسه هم دلته موجوده وي؟
دوی د الماني انجینر او۷ کیلیانو په مرسته دغه سیف خلاص کړ، په سیف کې د ۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سرو زرو په لیدلو سره د سریانیدي سترګې له اوښکو ډکې شوې.
دا هغه ګنج دی چې د امون یا د مصر له ګنج سره پرتله کیږي او دنړۍ تر ټولو لویه خزانه ده چې اوس دا خزانه نړۍ ته د افغانستان دفرهنګ ښودونکې ده او د نړۍ دخلکو فکرونو ته یې د افغانستان په اړه تغیر ورکړی.
خو بیا هم یوه پوښتنه بي ځوابه پاتې ده چي په اووم قبر کي به څه وو؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب