جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ایران له لوري د افغان سفیر د احضارولو په وړاندې د...

د ایران له لوري د افغان سفیر د احضارولو په وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

تاند (شنبه، د جوزا۲۴) د ایران له لوري په تهران کې د افغانستان د سفیر له احضارولو وروسته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغان سفیر ایراني چارواکو ته ویلي چې افغانان په خپله خاوره کې د سوله ییزو غونډو او اعتراضونو حق لري.

د بهرنیوچارو وزارت په اعلامیه کې راغلي «د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت نن سهار په تهران کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر عبدالغفور لېوال ته یو اعتراضي یادښت وسپاره.

د افغانستان خلکو په څو ښارونو کې د دهنه ذولفقار او یزد ښار د وروستیو ناوړو پېښو په وړاندې اعتراضي لاریونونه وکړل. د ایران د باندنیو چارو وزارت د دغو سوله ییزو غونډو او اعتراضونو په غبرګون کې د افغانستان سفیر احضار کړ او اعتراضي یادښت یې وروسپاره.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفیر په دیپلوماتیک عمل ورته وویل چې هر افغان د مدني حقونو او قوانینو پر اساس حق لري چې سوله ییزې غونډې وکړي.

سفیر ښاغلي لېوال دا هم ویلي، که چیري د مظاهرچیانو اعتراض د قوانینو د اخلال او بې نظمۍ سبب شي، د اړوندو اورګانونو له لوري له قانوني تعقیب سره مخامخ کېږي.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب